1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د وسلو په واريداتو کي لومړی ځای خپل کړی

۱۳۸۹ اسفند ۲۳, دوشنبه

په ستاکهولم کښي د سولي د پلټني نړيوال انستيتوت وايي چي په وروستيو کلونو کي هندوستان د وسلو په وارداتو کښي تر چين مخته سوی او په نړۍ کي يې لومړی ځای نيولی.

https://p.dw.com/p/R90L
د هندوستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخه، هغه هيواد په پام کي لري ۱۲۶ جټ ښکاري الوتکي و پيري.
د هندوستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخه، هغه هيواد په پام کي لري ۱۲۶ جټ ښکاري الوتکي و پيري.انځور: dpa

د دغه انستيتوت د معلوماتو له مخه د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پوري د نړۍ د وسلو د راکړي ورکړي په بازار کښي د هند سهم ۹٪ و، چي په دې کښي هندوستان ۸۲٪ وسلې د روسيې څخه پيرلي دي.

په راپور کي راغلي چي دوهم ځای چين او جنوبي کورياوو په خپل منځ کښي سره وېشلی دی چي هر يوه يې ۶٪ او په هغوی پسې پاکستان دی چي ۵٪ ښودل سوی دی.

« د وسلو د واريداتو د کچي لوړول اساسي موضوع ده. خو د هندوستان په راتلونکو پلانونو کښي دې ته نوره هم وده ورکول په ګوته سوي دي. دا د انديښنې وړ ده. ځکه چي تر ټولو ډيري وسلې هغه سيمي ته ځي چي هلته د ثبات او بې ثباتۍ فرق نه کيږي او چيري چي هيوادونه دې ته تيار دي چي يو د بله سره غړپ کړي.»

ددغه راپور يو جوړونکي سيمون ويزيمن ويلي چي « که سړی د هندوستان دې کار ته وګوري چي د هغو د وسلو په واريداتو کښي تر ډيره ځايه معمولي وسلې پيرودل کيږي دا يو څه ښيي. تر ټول ډير هغه څه ښکاره کوي چي د پاکستان او چين سره رقابت کيږي او دغه ډول د کورني امنيت لپاره تياری نيول کيږي.»

په نړيواله کچه د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۵ ميلادي کال په پرتله په وروستيو پنځو کلونو کښي د وسلو راکړه ورکړه په منځنۍ کچه ۲۴٪ لوړه سوې.

په دې برخه کښي د آرام سمندر آسيايي سيمي په نړيواله کچه لومړی مقام ګټلی. د معمولي وسلو په واريداتو کښي ددغي سيمي سهم ۴۳٪ دی.

په دوهم ځای کښي ۲۱٪ اروپا. په دريم ځای کي د ۱۷٪ سره د نژدې ختيځ هيوادونه او دغه راز په دې ليست کښي د شمالي او جنوبي امريکا هيوادونه د ۱۲٪ معمولي وسلو په واريدولو کښي په ګوته سوي دي.

د هندوستان د کورني عايداتو کچه ۱،۳ تريليون ډالرو ته لوړه سوې، لکه څنګه چي يې تمه کيږي په راتلونکي کال کښي به نوره هم لوړه سي چي دا به د ۲۰۰۸ کال وروسته تر ټولو لوړه کچه وي.

د هندوستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخه، هغه هيواد په پام کي لري ۱۲۶ جټ ښکاري الوتکي و پيري، چي دا په وروستيو ۱۵ کلنو کښي په نړيواله کچه ددغه ډول الوتکو تر ټولو لوړه خريداري وي.

دې قرارداد ته د روسيې ( OAO) د فرانسې ( EADS او Dassault Aviation) او د امريکا د متحده ايالاتو د ( Boeing , Lockheed) کمپنيو لېوالتيا ښودلې.

په راپور کښي په نړيواله کچه د وسلو تر ټولو ستر صادرونکی هيواد د امريکا متحده ايالات ياد سوی دی چي، په بازار کښي يې ونډه ۳۰٪ ده.

ددغه راپور د چمتو کونکي په خبره په راتلونکي کلونو کښي به سعودي عربستان او مراکش ته د وسلو صادرات ډير سي او دغه راز به نوري عربي نړۍ ته هم.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل