1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان غواړي کشمیر ته بیرته سیلانیان ورسي

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

هندوستان غواړي د کشمیر بحراني سیمه بیرته د سيلانيانو پرمخ پرانیزي. دغه خبر د کشمیر معلوماتي او مخابراتي ادارې ورکړی دی. خو ایا هندوستان به د کشمیر خودمختاري هم بیرته ورکړي؟

https://p.dw.com/p/3Qyy6
Kaschmir | Touristen verlassen Sinagar nach Terrorwarnung
انځور: imago-images/Hindustan Times

تقریباً دوې میاشتي دمخه د هندوستان مرکزي حکومت د همالیا ددغي زیادتره مسلمان میشتي سیمي خودمختاري واخیستله. له هغه راهیسي پر انټرنیتي او موبایلي ارتباطاتو باندي محدودیتونه لگول سوي دي، ترڅو په کشمیر کي د احتجاجونو مخ ونیول سي.

د سيلانيانو، سیاحینو او زیارت کوونکو څخه تردې دمخه لا غوښتل سوي ول، چي د «ترهگري خطر» له کبله د سیمي څخه ووزي.

 

په کشمیر کي د هوټلونو او سیاحتي سفرونو د څانگي مالکینو په حواله له هغه راهیسي ډیر لږ سيلانيان دغي منطقې ته ورځي. دا هم په داسي حال کي ده، چي پر دغو خبرداریو او اخطارونو سربیره بیا هم هلته ځيني خارجي سیلانیان پاته دي.

پردې سربیره د جرمني او نورو ډیرو هیوادونو خارجه وزارتونه، جمو او کشمیر ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکوي.

له کشمیر څخه د خودمختارۍ اخیستل د هغه د همسایه هیواد پاکستان سره هم سخت تشنج رامنځته کړی دی. پاکستان هم له ۷۰ کلونو راهیسي د هندوستان غوندي د دغي سیمي د مالکیت ادعا کوي.