1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

۱۳۹۳ بهمن ۲۶, یکشنبه

د کرکیټ د نړیوال پنځوس اوریز جام پر دویمه ورځ هندوستان پاکستان ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه. پاکستان په ۴۷ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل و نه توانیدل چې د هندوستان له خوا د ۳۰۱ منډو هدف ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1Ec45
انځور: Getty Images/D. Kalisz

پچه هندوستان وگټله او د منډو جوړولو پریکړه یې وکړه. هندي لوبغاړي وتوانیدل چې په ۵۰ اورونو کې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټول ټال ۳۰۰ منډې جوړې کړي.

د هندوستان له خوا تر ټولو ډیر منډې ویرات کولې جوړې کړې چې د ۱۲۶ ټوپونو په مټ ۱۰۷ وې. تر کولې وروسته د رینا ۷۴ او د دوون ۷۳ مڼډې هم د پام وړې وې او له هندوستان سره یې مرسته وکړه چې خپلې سیالې ډلې پاکستان ته یو ښه هدف وټاکي.

د پاکستان له خوا سهیل خان پنځه ویکټې واخیستې او له خپلې لوبډلې سره یې مرسته وکړه چې یو ښه هدف تعقیب کړي.
پاکستان د لوبې په څلورم اور کې خپل لومړی لوبغاړی یونس خان له لاسه ورکړ. خو هریس سوهیل او احمد شهزاد تر منځ ملگرتیا بیا تر اتلسم اوره وغځیده او پاکستان په دې موده کې ۷۹ مڼډې جوړې کړې. پاکستانۍ ډله په ۲۴ او ۲۵ اورونو کې تر سخت فشار لاندې راغله او په پرله پسې توگه یې خپل درې لوبغاړی له لاسه ورکړل. تر دې مرحلې وروسته یوازینی پاکستانی لوبغاړی چې ښه وځلید کپتان مصباح الحق وو چې د ۸۴ توپونو په مټ یې ۷۶ مڼډې جوړې کړې.

د هندوستان له خوا یادف دوه، شرما دوه، اشوین یو، جدیجا یو او محمد شامي څلور ویکټې واخیستې او په دې ترتیب سره یې د پاکستان لوبډله پرې نه ښوده چې له ۲۲۴ څخه ډیرې مڼډې جوړې کړي.

د نړیوال جام د دویمې ورځې په بله لوبه کې سویلي افریقا له زیمبابوي څخه په ۶۲ مڼډو لوبه وگټله. سویلي افریقا په پنځوسو اورونو کې زیمبابوي ته د ۳۴۰ مڼډو هدف وټاکه خو زیمبابوي بیا په ۴۹ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۷۷ مڼډې جوړې کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب