1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: په اورگاډي کې د اور د لگیدو له امله ۴۷ تنه ووژل شول

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15gSO

په هندوستان کې په یوه اورگاډي کې د اور د لگیدو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي. خو یو شمیر رسنۍ بیا د وژل شوو کسانو شمیر ۴۷ تنه ښیي. د هندوستان د دولتي چارواکو په وینا دا پيښه تیره شپه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې اورگاډې له نوي ډهلي څخه د چنئ په لور د سفر په حالت کې وو.

د رپوټونو له مخې د اور د لگیدو په وخت کې د اورگاډي په واگون کې زیاتره مسافر د خوب په حالت کې وو. د چارواکو په وینا ۲۸ تنه چې په دغه پیښه کې ټپیان دي د درملنې له پاره روغتون ته رسول شوي دي. د اور د لگیدو علت د برق شارتۍ ښوول شوې ده. زیاته شوې ده چې د ژغورني کارونه لا هم ادامه لري.