1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان ۴۸ روسۍ پوځي څرخي الوتکې رانیولي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

هندوستان غواي د ۱،۱ ميلياردو ډالرو په ارزښت له روسیې څخه ۴۸ پوځي څرخۍ الوتکې رانیسې. دغه الوتکي به په راتلونکي کال کې هندوستان ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/1G2WK
انځور: picture-alliance/dpa

د هندوستان د پوځ ویادن سیرامپال سنګ بیردي، د روسيې دولتي خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې ترڅ کې به Mi-17 V-5 ډوله څرخي الوتکې په ۲۰۱۶ م کال کې هندوستان ته وسپارل شي.

په خپرو شویو رپوټونو کې راغلي دي چې هندوستان همدا اوس هم ۳۰۰ روسۍ څرخۍ الوتکې لري. دغه الوتکې په غرونو او اواره ځمکه کې ښه عملیات کولای شي چې دغه شان سیمې له چین او پاکستان سره د هندوستان پر پوله پرتې دي.

په داسې حال کې چې د هندوستان د پوځ ویاند و نه ویل چې د دغه تړون ارزښت به څومره وي خو هندي خبري رسني The Economic Times د دوشنبې په ورځ وويل چې په دې معامله کې به هندوستان روسیې ته ۱،۱ میلیارد ډالر ورکړي.

د روسیې د دفاعي صناعیو یوه کارپو ه د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ښايي دغه بيه سمه وي، ځکه هغه څرخۍ الوتکي چې هندوستان یې له روسیې څخه رانیسې هره یوه یې ۲۳ میلیونه ډالره ارزښت لري. د آلمان خبري آژانس لیکلي دي چې د سه شنبې په ورخ یې د دغو الوتکو له روسي تولیدوونکي شرکت سره د خبرو کولو هڅه کړې ده خو بريالی سوی نه دی.

د روسيې رسنیو ویلي دي چې هندوستان اوس له روسيې سره په خبرو کې دی چې ۲۰۰ نوري څرخۍ وړوکي الوتکې هم رانیسي. دغه Ka-226T ډوله څرخۍ الوتکې هم هغه روسی شرکت جوړوي چې هندوستان وختي لا ۳۰۰ څرخۍ الوتکې ځني رانیولي دي.

د ستاکهالم د سولې نړیوالو څېړنيز انستیتیوت په مارچ میاشت کې ویلي ول چې هندوستان په نړۍ کې د پوځي تجهیزاتو تر ټولو لوی واردونکی دی چې نزدې ۷۰ سلنه یې له روسیې څخه رانیول کیږي.

دغه سازمان ویلي دي چې په تیرو پنځو کلونو کې هندوستان د خپل سیمه ییز سیال پاکستان په پرتله درې برابره ډیري وسلې واردې کړې دي.

هندوستان او پاکستان د کشمیر پر سر سرحدي شخړه لري. دواړه هیوادونه د کشمیر ځیني برخي په خپل کنترول کې لري خو د بشپړ کشمیر غوښتنه کوي.