1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هندي پوځيان د طالبانو پرضد جگړه نه کوي»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبه

افغان حکومت هغه تورونه رد کړل چې ګويا هندي پوځیان له طالبانو سره د جگړې له پاره دغه هيواد ته رسېدلي دي. د پاکستان فرانټیرپوست ورځپاڼي د دغه هيواد د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي ول چې هندي پوځيان افغانستان ته رسېدلي دي

https://p.dw.com/p/18ixV
epa03006600 Siddiq Siddiqi (C), spokesman for the Interior Ministry talks with journalists during the second day of the grand assembly or Loya Jirga, in Kabul, Afghanistan, 17 November 2011. Loya Jirga, began on 16 November in Kabul, despite repeated security threats by Taliban militants, to debate a proposed partnership with the United States, and the attempted talks with Taliban insurgents. A total of 2,030 representatives from all provinces are set to participate in the Jirga. EPA/S. SABAWOON
Siddiq Siddiqi Afghanistan Sprecher Innenministeriumانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۳) په کابل کې په یوه خبري غونډي کي وويل، چې پاکستاني طالبانو له خپلو افغان همکارانو او د دغه هيواد له استخباراتو سره په ګډه په مدرسو کې طالبانو ته تبلیغ کړی دی چې ګويا هندي ځواکونه افغانستان ته راغلي نو د هغوي پر ضد باید هرو مرو په جګړه کې برخه واخلي.

صدیقي د پاکستان دولت دغه څرګندوني په افغانستان کې د جګړې له پاره د طالبانو د هڅولو یوه پلمه بولي:

«د پاکستان د بنو او میرانشاه په مدرسو کې تبلیغات شوي دي چې د افغانستان په کونړ او نورستان ولایت کې هندي پوځيان ځای پر ځای شوي دي او هغوی په دغه پلمه د تبلیغاتو له پاره کار اخلي او خپل ځانمرګي بريد گر دې ته هڅوي چې په افغانستان کې خلک ووژني.»

د صديقي په خبره اوس مهال یو هندی سرتیری هم په افغانستان کې له دوي سره د طالبانو پر ضد بغاوت کې برخه نه لري. خو برعکس پرون د میدان وردګو ولایتي ادارې په خپل ولايت کي د نزدې دوو سوو پاکستاني پوځیانو د شتون خبر ورکړ.

د دغه ولايت د والي له دفتر څخه په کابل کي د دویچه ویله خبريال ته په ور لېږل شوي بیان کې ویل شوي دي چې دغه پاکستاني ملیشې چې «د پوځ غړي دي» د میدان وردګو په مربوطاتو کې د طالبانو په روزنه، سمبالولو او حتی مخامخ جګړو کې برخه اخلي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صدیقي وايي پاکستان که له یوه اړخه له ترهګرو سره په جګړه کې ځان د نړیوالو متحد بولي لیکن په اصل کې یې دا کار نه دی ثابت کړی. هغه وایي پاکستان دوه مخې پالیسي پر مخ بیايي:

«د پاکستان په ګډون زموږ ګاونډیان چې غواړي دلته له سولي سره همکاري وکړي باید زموږ غوښتنو ته پام وکړي، طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې کله د ایران او کله هم د پاکستان په غیږه کې ځان اچوي، په دې سره دوی واک ته نه شي رسیدلای پرته له دې چې تسلیم شي او له حکومت سره یو ځای شي.»

د کورنیو چارو وزارت همدا راز د لومړي ځل له پاره د هغو ترهګرو سازمانونو نومونه واخیستل چې وايي په افغانستان کې له کورنیو او بهرنیو ځواکونو سره په جګړه کې ګډون لري.

ښاغلی صدیقي وايي، دغه شاوخوا لس ترهګر سازمانونه چې اوس په کامدیش، برګ مټال، چمتال، غورماچ، اجیرستان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې جنګیږي د پاکستان په خاوره کې ځالي لري.

هغه وويل: «د اففغانستان امنیت ته لوی ګواښ، القاعدې، طالبانو، حزب اسلامي، د حقاني شبکه، د پاکستاني طالبانو تحریک، دمولوي خالص ډله، د ازبکستان اسلامي حرکت، لشکر طیبه او نفاذ شریعت محمدي دي چې دا ډیر وحشت ناک ترهګر سازمانونه دي چې نه یوازي افغانستان، بلکې د سیمي او نړۍ امنیت ته لوی خطر دی، د دغو شبکو د له مینځه وړلو له پاره ناټو او ایساف ته هم په کار ده چې په پراخه کچه راسره د دغو شبکو په ځپلو کې ونډه واخلي.»

همدا راز د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له خاوري پر افغانستان د توغندیو د بیا پیلیدو په اړه بیا اندیښنه وښوله.

صدیقی وویل چې په تیرو ۷۲ ساعتونو کې شاوخوا اتیا توغندي په کامدیش، برګ مټال او خاص کونړ ولسوالیو باندي توغول شي دي چې په ترځ کې یې یو تن وژل شوي دی او د کونړ ځنګلونو هم اور اخیستی دی.

هغه دا هم وویل چې په دې اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی او اوس د دغه سازمان اجراتو ته په تمه دي.