1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند افغانستان ته درې څرخۍ جنگي الوتکي وسپارلې

۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

هندوستان د هغو څلور جنگي څرخۍ الوتکو پاته درې هم نن افغان چاروکو ته وسپارلې چې د مرستي ژمنه يې کړې وه. په دې سره به افغان هوايي ځواک د وسله والو ياغيانو پرضد مبارزه کي پياوړی شي.

https://p.dw.com/p/1Hh5j
Russland Syrien Militärhilfe
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ، نن چهار شنبې (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۰مه) د دغو څرخۍ الوتکو د ورسپارلو پرمهال وویل چې Mi-25D الوتکي توپ، بمونه او د ټانک ضد راکټونه لېږدولای شي، چې د ځمکنیو ځواکونو هوايي ملاتړ له پاره خورا اغیزمني تمامیږي:

«دغه څرخۍ الوتکي هم توپ لري، هم غیر رهبري راکټونه لیږدوي، بمونه لیږدوي او هم د ټانک ضد راکټونه لیږدوي، ښه مانور لري پیاوړي ماشینونه لري او ډيري برخې یې ذرې شوي دي.»

هندي چارواکو د دغو جنګي څرخۍ الوتکو د مرستي ژمنه دوې میاشتې وړاندې هغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د سفر پرمهال کړې وه.

د افغان هوايي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ وايي چې د ورسپارل شویو الوتکو څخه به دوې یې په راتلونکې اونۍ کې د هلمند جنګ ته واستول شي.

هند افغان هوايي ځواک ته په داسي حال کې جنگي څرخۍ الوتکي سپاري چې تیره اونۍ امریکا هم افغانستان ته څلور A29 ډوله جنگي الوتکې ورکړي چې د چارواکو په وینا د ۳۶ ډوله وسلو لیږدولو وړتیا لري.

افغان امنیتي ځواکونه همدااوس د هېواد په بیلابیلو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعش جنګیالیو سره په جګړه بوخت دي، چې د جګړې تر ټولو تاوده ډګرونه یې هلمند او ننګرهار ګڼل کیږي.

د هوايي ځواکونو قوماندان وايي له هغو پوځي الوتکو چې تیره اونۍ امریکا ورکړې او دغه پوځي جنگي څرخۍ الوتکي به په ټول افغانستان کې د وسله والو مخالفینو پرضد په جګړه کې وکاروي.

چارواکې وايي اوسمهال افغان هوايي ځواکونه له M17, MD530 او MD530F ډوله څرخۍ الوتکو څخه کار اخلي چې دMD الوتکو شمېر به یې تر راتلونکي کب میاشتې پوري شاوخوا ۱۸ ته ورسیږي.

دغه راز، افغان ځواکونه C130 ډوله الوتکې هم لري چې د توکو د لیږد له پاره ترې کار اخلي.

افغان چارواکې وايي چې همدااوس په امریکا، چک جمهوریت او متحدو عربي اماراتو کې تر ۲۰۰ پوري افغان پيلوټان او انجینران په زده کړو بوخت دي.

سره له دې چې د افغان هوايي ځواک چارواکې مرسته شوي پوځي څرخۍ او جنگي الوتکې خورا اغیزمني بولي، خو د پوځي چارو شنونکي وايي چې یادي الوتکي په افغان جګړه کې هغسې چې ویل کیږي اغېزه نه شي لرلای.

د هغوی په وینا افغان هوايي ځواک باید په عصري هوايي پوځي وسایلو سمبال شي، چې په دغو وسایلو کې تر ټولو پياوړي یې بې پيلوټه الوتکې دي.

اوسمهال د امریکا په مشرتوب ناټو ځواکونه بې پیلوټه الوتکې د داعش جنګیالیو پرضد کاروي، چې ویل کیږي هغوی ته یي درانه زیانونه هم رسولي دي.