1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د نژدې کېدو هڅي کوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۸, دوشنبه

هندوستان او پاکستان غواړي چي د کشمير پر سر لانجه کي د سرحدي کړکېچ کچه راکښته کړي. په دې اړه د دواړو هيوادونو مشرانو سينگ او شريف د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کي موافقه کړې ده.

https://p.dw.com/p/19qQD
انځور: Reuters

د تلويزيوني کامرو مخ ته تر لاس ورکولو وروسته د هندوستان لومړی وزير من موهن سينگ له خپل پاکستاني سيال نواز شريف سره بيرته و یوې یو ساعته ليدني کتني ته ور وگرځېد. د نيويارک په يوه هوټل کي د لومړيو وزيرانو دغه خبري اتري د نوي ډهلي او اسلام آباد ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو له پاره ترسره سوې. دا د دغو دواړو سياستوالو لومړۍ ليدنه کتنه وه.

د رسمي سرچينو په حواله سينگ او نواز شريف خپلو پوځونو ته امر کړی دی چي له ۲۰۰۳ کال راهيسي جاري اوربند دي نور هم ټينگ کړي. په دواړو هيوادونو کي يو يو عالي رتبه جنرال هم بايد په دنده وگومارل سي.

له ۱۹۴۷ کال راهيسي کړکېچ

دغه يو له بله سره جنگي دواړو اټومي وسلو لرونکو هيوادونو تر دې دمخه هر وخت يو پر بل باندي د اوربند ماتولو تورنه لگولي دي. دواړه حکومتونه له ۶۵ کالو راهيسي ادعا لري چي د هيماليا سيمي په دوی پوري اړه لري. په غرنۍ سيمه کشمير کي چي اکثره اوسېدونکي يې مسلمانان دي هر وخت د مظاهره کوونکو او امنيتي ځواک تر منځ اخ و ډب پيښيږي.

له هغه وروسته چي په ۱۹۸۹ کال کي د پاکستان له خوا ملاتړ کوونکو ياغيانو وسلو ته لاس کړ، هندوستان دغي سيمي ته په سونو زره سرتيري لېږلي دي. په ۱۹۴۷ مېلادي کال کي د بريتانيا له استعماري حکومت څخه تر استقلال اخيستلو وروسته تر اوسه پوري دواړو هيوادونو د هيماليا په سيمه کي درې واري جنگ کړی دی.

په دې وروستيو اوونيو کي بيا هم د دواړو هيوادونو ترمنځ په سرحد کي په وارو وار د سرتيرو ترمنځ نښتي رامنځ ته سوي دي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وينا کي د هند او پاکستان ترمنځ اړيکو د يوه نوي پيل خبره وکړه.

د هندوستان لومړي وزير من موهن سينگ هم ملگرو ملتونو ته په وينا کي دې ته ورته خبري وکړې. سينگ پر نورو خبرو سربيره دا شرط هم کښېښود چي کشمېر بايد په هندوستان پوري اړه ولري.