1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د کریکټ په برخه کې نږدې دوه میلیونه ډالر پانګونه کوي

۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبه

په افغانستان کې د کریکټ د ودې او د لوبغالو د جوړولو په موخه د هند سفارت او د کریکټ بورډ چارواکو یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې هندوستان نږدې دوه میلیونه ډالر پانګونه کوي.

https://p.dw.com/p/2sMuU
Cricket World T20 Afghanistan - Hong Kong
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

د کریکټ د ودې او د لوبغالو د جوړولو په موخه په افغانستان کې د هند سفارت او د کریکټ بورډ چارواکو یو تړون لاسلیک کړ. له دې تړون سره هند دافغانستان دکریکټ په پرمختګ کې خپله ونډه لا پسې پراخه کړه.

د افغانستان کریکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس  عبدالله عبدالله په حضور کې، د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي، د افغانستان اقتصاد وزیر مصطفی مستور او په کابل کې د هند لوی سفیر من پریت ووهرا تر منځ یو درې اړخیز تړون لاسلیک شو.

د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې په سپیدارې ماڼۍ کې د لاسلیک شوي تړون له لارې به هند د افغانستان په دریو ولایتونو بلخ، کندهار او لوګر کې د کرکټ پر پرمختګ څه دپاسه یو اعشاریه ۷ میلونه او شپیته زره ډالر لګښت کوي.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې له دې بودیجې څخه یو میلون ډالر به په بلخ ولایت کې د لوبغالي په جوړیدو لګول کیږي، ۳۶۰ زره ډالر په کندهار کې د لوبغاړو د میلمستون جوړولو ته ځانګړي شوي او ۴ سوه زره ډالر به د لوګر د لوبغالي په جوړولو ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هندوستان د افغانستان کریکټ بورډ ته په هند کې یو بل لوبغالی هم په اختیار کې ورکړی.

سربیره پر دې په افغانستان کې د هند سفارت د خپلې ټویټر پاڼې لارې ویلي چې هند په افغانستان کې د ۳۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بیلابیلې پروژې پلي کوي.

انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: