1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د افغانستان صادرات له کمرکي تعرفو معاف کړل

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبه

افغان او هندي چارواکو اعلان کړی دی چې د افغانستان پر صادراتي موادو به ګمرکي تعرفې وضع نه کړي. افغانستان ډیر وخت زراعتي محصولات هندوستان ته صادروي.

https://p.dw.com/p/18BFF
A female labourer carried away watermelons following an auction at the Gaddiannaram wholesale fruit market on the outskirts of Hyderabad on March 17, 2011. India's central bank is expected March 17 to hike interest rates for the eighth time in just over a year to clamp down on soaring inflation, which is the highest in any major Asian economy. While food inflation has fallen from peaks of 20 percent in early 2010, it remains stubbornly high at 9.50 percent, causing hardship and resentment among the general public as it erodes purchasing power. AFP PHOTO / Noah SEELAM (Photo credit should read NOAH SEELAM/AFP/Getty Images)
Symbolbild Indien Mädchen Hausarbeit Hausmädchen Ausbeutungانځور: NOAH SEELAM/AFP/Getty Images

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی، چې د افغان سوداګرو تجارتي مواد به په هندوستان کې له ګمرکي تعرفو څخه معاف شي، او له همدې کبله به اوس افغان سوداګر د هندوستان مارکیټونو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي، د شنبې په ورځ ( ۲۰۱۳ کال د اپریل شپږمه) په کابل کې یو ه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ له هندوستان څخه مننه کوو. هندوستان نه یوازي زموږ له پاره یو عنعوي بازار دی، بلکې په وروستیو وختونو کې یې زموږ ګمرکي تعرفې هم معاف کړي دي.» ښاغلي احدي زیاته کړه چې د افغانستان اقتصاد پر صادراتو باندي ولاړ دی.

افغان چارواکي وايي چې د هندوستان بازار دومره پراخه ده چې که افغانستان دې هیواد ته خپل صادرات دوه برابره هم کړي، نو له کومي ستونزي سره به مخامخ نه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وویل چې د جنوبي اسیا هیوادونه د افغانستان د صادراتو له پاره تر ټولو ښه بازار دی. هغه وویل چې په دغو هیوادونو کې د ستندرد کچه ډیره لوړه نه ده او له همدې کبله افغانستان کولای شي هغوی ته صادرات وکړي.

د سوداگرۍ وزير انورالحق احدي
د سوداگرۍ وزير انورالحق احديانځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

په تیرو یوولسو کلونو کې هندوستان د افغانستان یو نزدې ستراتیژیک ملګری پاته شوی دی. دې هیواد همداراز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

په همدې حال کې له هندوستان څخه یو پلاوی افغانستان ته رسیدلی دی چې له افغان سوداګرو سره وویني او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په اړه خبري اتري وکړي.

ښاغلي احدي افغان سوداګر دې ته وهڅول چې هندوستان ته د خپلو صادراتو د ډیرولو په برخه کې لا ډیري هلي ځلي وکړي. هغه ټینګار وکړ چې که د افغان سوداګرو پر وړاندې کومه ستونزه موجوده وي، هندوستان حاضر دی چې دغه ستونزه له منځه یوسي.

افغانستان او هندوستان اوس په دې هڅه کې دي چې په خپل منځ کې تجارتي اړیکې لا پسې پیاوړي کړي. که څه هم پلان شوې وه چې هندوستان او افغانستان د «واګه» بندر له لارې له یو بل سره سوداګري وکړي، خو د پاکستان له خوا د ستونزو تر رامنځ ته کیدو وروسته اوس دغه دواړه هیوادونه د ایران د «چابهار» بندر له لاري سره سوداګریزي اړیکې ټينگوي.