1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د بيړني غبرگون توغندی بريالۍ ازموينه کړې

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

توغندی د «پراهار» چي د بريد معني ورکوي، نوم نومول سوی. دغه توغندی چي۱۵۰ کليوميتر واټن ويشتلای سي، ۷،۸ ميتره اوږدوالی او ۱،۲ ټنه وزن لري، په هندوستان کي دننه جوړ سوی دی.

https://p.dw.com/p/120o2
د هند د دفاع د څيړني مشر وايي چي دغه ميزايل په لوړه کچه د ازمويني وړتيا لري
د هند د دفاع د څيړني مشر وايي چي دغه ميزايل په لوړه کچه د ازمويني وړتيا لريانځور: AP

راپورونه وايي، چي هندوستان نن د«پنجنشبې په ورځ» په لومړي ځل د بيړني غبرګون لرونکي توغندی يوه کاميابه ازموينه کړې.

د هندوستان د دولتي آژانس IANS د راپور په حواله، د ميزايل دغه کاميابه تجربه په ختيځ ايالت اوريسه کي تر سره سوې.

دا پداسي حال کي ده چي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن تيره ورځ پر هندوستان ږغ کړی، چي د آسيا مشري په غاړه واخلي او د ګاونډيو هيوادونو پاکستان او افغانستان سره دي لا ډيري اقتصادي مرستي وکړي.

پاکستان او هندوستان د ډير وخت راهيسي د يو بل سره دښمني لري، دواړه هيوادونه د اټومي وسلو لرونکي دي او وخت نا وخته دغه دواړه هيوادونه د دغسي توغنديو د جوړولو تجربې کوي.

د هند د دفاع د څيړني مشر وايي چي دغه ميزايل په لوړه کچه د ازمويني وړتيا لري او کيدای سي په هره ساحه کي په نقليه وسايلو کي نصب سي. د دغه توغندی له پاره داسي ګرځنده نقليه وسايل جوړ سوي، چي په هر موټر کي شپږ دغسي توغندی ځايږي.

هندوستان د توغنديو د دفاعي سيستم پر جوړولو څو لسيزي تيري کړې، او په تيرو وختونو کي يې په لويديځ او شمال کي د ګاونډيو هيوادونو پاکستان او له چين سره جګړې هم کړي دي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل