1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د سترو تروريستي بريدونو مخه مو ونيوله

۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبه

هندي چارواکي وايي چې د ترور یوه داسې نقشه يې کشف او شنډه کړې ده چې د «پاکستان ملاتړ» لرونکې وه. دوی وايي په دې تړاو شپږ شکمن کسان نیول شوي چې دوه تنه يې په پاکستان کې روزل شوي دي.

https://p.dw.com/p/40M3q
Indien | Coronavirus | Lockdown in Neu-Delhi
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د هندوستان پولیسو تیره شپه خبر ورکړ چې شپږ تورن کسان چې په لويو ښارونو کې يې د تروریستي بریدونو پلان درلود، نیولي دي.

په ډيلي کې د ځانګړو پولیسو يوه افسر، سید نیرج ټاکور وويل چې ظاهرا بریدونه د پاکستان له خوا پلان شوي ول او «موخه يې راتلونکي فصل په جشن کې د لويو غونډو په نخښه کول وو.»

په هندوستان کې د دورګا پوجا جشن چې نژدې یوه مياشت وخت نیسي او بل تر ټولو لوی کلنی جشن دیوالي د نومبر په ۴مه لمانځل کيږي.

ټاکور په یوه خبري کنفرانس کې وويل، انګیرل کيږي چې په نیول شوو کسانو کې دوه تنه يې د عمان له طریقه پاکستان ته تللي چې هلته يې د وسلو او چاودیدونکو موادو د استعمال زده کړي ليدلي دي.

ټاکور تر دې وروسته د هندوستان NDTV چینل ته وويل: «دوی په پاکستان کې ۱۵ ورځې د کروندګرو په يو کور کې ساتل کیدل چې په دغه جریان کې ورته د وسلو روزنه ورکول کیده.»

هغه وویل چې دغه کسان سهار په یو چاپه کې د هندوستان د مختلفو ایالاتونو د یوه ګډ عملیات په جریان کې ونیول شول.

دوه تنه په نوي ډيلي، درې نور په ګاونډي ايالات اتراپردیش او یو بل په شمالي ایالت راجستان کې نيول شوی دی. ادعا شوې چې د عملیاتو پر مهال د وسلو او چاودیدونکو موادو یوه زیرمه هم کشف شوې ده.

پولیسو دغه راز ويلي دي چې د تښتيدلي ډاڼ، داود ابراهیم ورور، انس، د دغو بریدونو مسئول وو.

ابراهیم د هندوستان او امریکا متحده ایالاتو له خوا یو نړیوال تروریست نومول شوی دی. ګومان کيږي چې هغه په پاکستان کې اوسيږي، هغه ادعا چې پاکستاني چارواکي يې ردوي.