1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د يوې ډاکترې د ډله ایز جنسي تیري پر ضد مظاهرې دوام لري

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د هند په حيدر آباد ښار کې پر يوې ښځې د ډله ايز جنسي تیري او د هغې د وژنې پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام لري. د بربنډو فلمونو پر انترنټ پاڼه د دغه ښځې د جنسي تیري د ويډيو لټون هم خلک سخت په غوسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3U66F
Indien, Neu Delhi: Forderung nach Ermittlungen bei der Frau im Vergewaltigungsverfahren verletzt wurde
انځور: Reuters/D. Diddiqui

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر ۲ نیټه) د هند په پلازمينه نوي ډهلي کې په زرونو کسانو د آندهرا پرديش ایالت په حيدر آباد ښار کې د وترنرۍ پر يوې ۲۷ کلنې ډاکترې پريانکا ريدي، د ډله ایز جنسي تيري او وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو غوښتنه وکړه چې د محاکمې د جريان په چټکولو سره دې عاملينو ته ژر تر ژر سزا ورکړل شي او همدا راز یې په هند کې د ښځو د لا زيات خونديتوب د تضمين په موخه د نويو قانونو د پلي کولو غوښتنه هم وکړه.

د اغیزمنې ښځې نوم د بربنډو فلمونو پر انترنت پاڼه

په ټول هند کې د دې  پېښې پر ضد احتجاج روان دی. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم د «پريانکا ریدی له پاره» د عدالت غوښتنه کوي. بل اړخ ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر دې هم سخت غوسه دي چې د ډله ایز جنسي تیري د ښکار شوې دې ښځې نوم د بربنډو فلمونو پر يوه انترنت پاڼه د تولو زيات لټول شوي عنوان په توگه راڅرگند شوی دی.

د گوپيکا نندو په نوم د تويتر يوه کارکوونکي د دغه انترنت پاڼۍ د سکرین شوټ په شريکولو سره ليکلي: «د بربنډو فلمونو پر يوه انترنت پاڼه د ډاکتر پريانکا ريدي نوم اته ميليون وار لټول شوی. په دې نړۍ کې به يوه ټولنه هم د هند د ټولنې په څیر بې شرمه او له اخلاقي پلوه دومره بې وزله نه وي. له دې څخه دا جوتيږي چې دمگړۍ زموږ په ټولنه کې کوم څه ناسم روان دي.»

په دې اړه د گرجوت په نوم يوه کارکوونکي په خپل تويت کې ليکلي: «پريانکا ریدي د جنسي تیري ښکار او ووژل شوه او خلک یې ويديو د بربنډو فلمونو پر پاڼو لټوي. دا قسم خلک په اصل کې پر هغې (ريدي) د تیري کوونکو په څير دي.»

د قانون جوړونې په برخه کې خوځښت

په هند کې پر يوې بلې ښځې جنسي تیری او د هغې د وژنې پر دې تازه پېښه د عوام خلکو د غوسې او انديښنې سره سره سياستوال او د پارلمان غړي هم متحرک شوي دي.

تر دې پېښې وروسته اوس د هند په پارلمان کې د جنسي تیري او د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زياتي په اړه په ډېره چټکې سره نوي قوانين هم رامنځته شوي. د نويو قوانینو له مخې د جنسي تیري د عاملينو سزا دوه برابر زياته شوې او شل کاله ټاکل شوې ده. ښځو ته په بد نظر کتل، هغوی تعقيبول او د ښځو قاچاق هم جرم گڼل شوی.

د هند په پارلمان کې په دې اړه د بحث پر وخت د هېواد د دفاع وزير راج نانت سنگ وويل چې حکومت چمتو دی  د ښځو پر وړاندې د جرمونو په اړه قوانينو لا پسې سخت کړي. هغه زياته کړه: «دې پېښې زموږ د ټولو سرونه له شرمه ټيټ کړي. هر تن پرې خفه شوی. عاملينو ته به سخته سزا ورکړله شي.»

له پریانکا سره څه پيښ شوي ول؟

د هند پوليسو د جمعې په ورځ پر څلورو کسانو د وترنرۍ پر يوې ډاکترې د جنسي تیري او د هغې د وژلو تور لگولی وو. د پوليسو په حواله  د دې کسانو عمرونه تر شلو کالونو پورې دي او هغوی موټر چلوونکي کلینران دي.

پوليسو ويلي چې ۲۷ کلن ريدي د تیرې چهار شنبې په ورځ حيدر آباد ښار ته څېرمه  ټول پلازه څخه لادرکه شوې وه چې سيځل شوی جسد یې بل سهار ۲۵ کيلومتره لیرې تر يوه پله لاندې موندل شوی وو.

پوليسو تر لومړيو څيړنو وروسته ويلي ول چې دې نجلۍ ته د هغې د موټر سايکل د ترمیمولو وړاندیز شوی وو چې وروسته بيا هغه يوې لیرې پرتې سيمې ته بيول شوی او هلته پرې جنسي تیری شوی او بيا وژل شوی ده. تر دې وورسته عاملينو د هغې مړی تر پله لاندې غورځولې وو او  اور یې ورته کړی وو.

شمشير حيدر