1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هند د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير باندې هوايي بريد کړی دی

۱۳۹۷ اسفند ۷, سه‌شنبه

پاکستان وایي چې هندۍ الوتکې د سه شنبې په ورځ د دوی هوايي حريم ته ورننوتي او بمونه یي غورځولي دي، خو کوم تلفات یي نه دي اړولي. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې برید «ډیر» یاغیان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3E68r
Indien Unnao Kampfflugzeug SU-30 MKI landet bei einer Militärübung
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/P. Kumar Verma

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د فيبروري مياشتي پر ۱۴م د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پر هندي ځواکونو باندې تر یوه خونړي برید وروسته د اتومي قدرت لرونکو دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا مخ پر زیاتیدو ده.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور، ویلي دي چې هندۍ «الوتکي» د مظفر آباد هوايي حريم ته ورننوتي. خو د هغه په خبره د پاکستاني الوتکو تر ورتلو وروسته هندي الوتکو «په بیړه بمونه غورځولي او له سيمي وتلي دي.» د پيښې سیمه بالاکوټ ته څیرمه ښوول شوې ده.

د بالاکوټ د پولیسو مشر ساغر حسین شاه له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه د پيښې سیمې ته یوه ډله استولې ده: «د بمونو غورځولو له کبله هیڅ تلفات نه دي اوښتی.»

هند: برید «ډیر» جنګیالي وژلي دي

د پاکستان له لوري د دوی هوایي حریم ته د ورننوتو تر تورونو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجی ګوکلی، ویلي دي چې د یاغیانو پر یوه کمپ باندې د سه شنبې ورځې هوایي برید «ډیر یاغیان» وژلي دي چې پر هند یي د برید له پاره چمتووالی نيوه.

هغه رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو پر مهال وویل چې په بالاکوټ کې د جیش محمد پر کمپ باندې یي ځکه برید وکړ چې نوی ډهلی ګومان کوي چې په هند کې په نزدې وخت کې ځانمرګي بریدونه پېښېدونکي ول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت معین زیاته کړې ده: «د جیش محمد ډیر ترهګر، روزونکي، جګپوړي قوماندانان او ډیر جهادیان چې د ځانمرګو بریدونو له پاره روزل کیدل، له منځه وړل شوي دي.»

د جیش محمد په نوم ډلې د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۴مه نیټه پر هندي نيمه پوځيانو باندي د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی وو. په دغه ځانمرګي برید کې ۴۰ تنه ووژل شول.

په پام کې ده چې د هند د کابینې امنیتي کمیټه د سه شنبې په ورځ غوڼده وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دغه عمل غندلی دی او ویلي یي دي چې نوی ډهلی په سیمه کې، سوله د سیاسي اهدافو له پاره په «خطر» کې اچوي.