1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند غواړي خپلو غواوو ته بایومتریک تذکرې جوړي کړي

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

د هند حکومت له خوا دغه طرحه چی غواگانو ته دي بایومتریک شناخته کارتونه ورکړل سي، ددغه هیواد د ځینو اوسیدونکو د حیرانتیا وړگرځیدلې ده. خو آیا پر حیواناتو باندي ددغو کارتونو موښلول به د هغوی د پیداکولو په برخه کي مرسته کړي؟

https://p.dw.com/p/2syoR
Indien Schmuggel RInder Markt
انځور: Shaikh Azizur Rahman.

غواگانو ته د هند د لومړي وزیر ناریندا مودي لیوالتیا کوم پټ راز نه دی. د «بي جي تي» په نامه د بهاراتیا جاناتا گوند او د مودي ناسیونالیست متحدینو په تیرو څو کلونو کي د غواگانو د ساتنې موضوع په دغه هیواد کي په عمومي بحثونو اړولې ده. هغه کسان چي غواوي سپیڅلي بولي او همدارنگه د هند ښی اړخي ډلې چي له غواگانو سره په ناوړه چلند متهم کسانو باندي حملې کوي، دغي موضوع ته ډیر پام اړولی دی. اوس نو دا د تعجب وړ خبره نه ده چي د هند د ماليې وزیر آرون جیتي په هغه بودجه کي چي د رواني میاشتي په پیل کي تصویب سوه، میلیونونه پیسې د غواگانو له پاره شناخته کارتونو ته ځانگړي کړي دي، چي دغه موضوع د بحثونو سبب سوې ده.

حکومت په پام کي لري چي ۵۰۰ میلیون روپۍ یا د ۷،۸۱ میلیونه په اندازه ډالر پر ۴۰ میلیونو غواگانو باندي مصرف کړي، تر څو داسي ۱۲ شمیریز کارت ولري چي په هیواد کي د هغو معتبرو کارتونو د طرحي یوه برخه ده چي «آداهار» نومیږي.

د دغې طرحي د بریالیتوب د څرنگوالي په تړاو به، د جنوبي آسیا په دغه ټوله نیمه ټاپو کي د ۳۰۰ میلیونه غواگانو، بوفالو او گاومیښو د څارني له پاره نوره اضافي بودجه هم ځانگړې سي.

یوسخت کار

د نوموړي طرحي د وړاندي کولو دلایل څو اړخیز دي: د هیواد د غواگانو پیداکول، د قاچاقچیانو له بانډونو څخه د هغوی ساتل، د له یاده وتلو او بې سرپرسته حیواناتو ساتنه او د غواگانو د ساتنځایونو مدیریت په دغه طرحه کي شاملي موضوعگاني دي. د هند د کرهڼې او مالدارۍ وزارت یوه چارواکي ویلي دي چي «موږ غواړو په دې ډول د دغو څارویو پالنه او د شیدو تولید یې ډیر کړو او تر ۲۰۲۲ کاله پوري دغه صنعت ته دوه برابره وده ورکړو».

د نوموړي طرحي پلویان همدارنگه دا دلیل هم راوړي چي پر غواگانو باندي ددغو انفرادي تذکرو ویشل به د هغوی دښه ترا نسلونو د پیدايښت او د ورته نسل د نور تولید او پالني په برخه کي مرسته وکړي. همدارنگه د دغو څارویو د سن، نژاد، جنسیت، د شیدو ورکولو د اندازې، ونې، بدني جوړښت، رنگ، د ښکرو او لکۍ د ډول او نورو ځانگړو نخښو په هکله معلومات په لاس راځي چي د هغوی د ساتني په برخه کي مرسته کوي.

د ویشوا پاریشا په نامه د هندوانو د یوې سختي مذهبي ټولني مشر سوریندرا جاین دویچه ویله ته ویلي دي: «غوا د هندوانو له پاره یو سپیڅلی او د درناوي وړ حیوان دی. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چي موږ د هغوی ساتنه وکړو او پرې نه ږدو چي قاچاق او یا هم ووژل سي.»

Indien Jaipur - Cattle fair India 2016
انځور: DW/J. Sehgal

په نوي ډهلي کي د غواوو یوه ساتونکي له دویچه ویلي سره په خبرو کي وويل: «غواوي د خپلو گلگیانو له پاره تر اړتیا زیاتي شیدې ورکوي او دا هغه څه دي چي خدای د انسانانو د تغذيې له پاره تنظیم کړي دي. په همدې دلیل چي غواگاني زموږ اړتیاوي راپوره کوي او مغروري نه دي، نو موږ باید د هغوی ساتنه وکړو».

د نوموړي طرحې د لگښت تر ټاکلو مخکي لا د لومړي وزیر نارندرا مودي د «بي جي پي» گوند تر حاکمیت لاندي څو ایالتونو مخکي له مخکي پر غواگانو باندي شمیرې لیکلي دي. د بیلگي په ډول په ختیځ ایالت جهارخند کي له ۴،۲ میلیونه غواگانو څخه ۱۲ زره یې په نخښه سوي دي. دا د هند له هغو څو ایالتونو څخه یو دی چي په ۲۰۰۵ کال کي پکښې د غواگانو د وژلو د مخنیوي قانون پلی سوی او هغه کسان چي له دغه قانون څخه سرغړونه کوي امکان لري چي د سزا په ډول ډیري پیسې ورکړي، یا تر پنځو کلونو پوري زندان ته ولاړ سي او یا هم حتی له دواړو سزاوو سره مخامخ سي.

پر دغي طرحې انتقاد

خو په هند کي یوازي هندوان ژوند نه کوي، بلکي نور ډیر مذهبي اقلیتونه هم سته چي له نوموړې طرحې او د هغې له لگښت سره مخالفت لري. انتقاد کوونکي وايي چي دغه ډول یو نوښت امکان لري د غواگانو د ساتني په بهانه د اقلیتونو او بې وزلو خلکو څخه د ناوړې گټې اخیستنې سبب وگرځي. په ډهلي کي یو بزگر وايي: «دا کار به بلاخره د زوروني سبب وگرځي او په راتلونکو کلونو کي به په هیواد کي د افلیتونو پر وړاندي د لا ډیرو زورزیاتیو سبب سي».

په هند کي د گوندونو له ټولني څخه دی راجا دویچه ویلي ته وويل: «په دغه هیواد کي د غواگانو په اړه د مسلمانانو پرضد له پخوا راهیسي لا تشدد وجود لري او باید د هندوانو د هغو ښی اړخو ډلو مخنیوی وسي چي غواگاني راټولوي او د خصوصي ملیشو په ډول عمل کوي».

د نړۍ په زیاترو هیوادونو او حتي په ټوله اروپا کي پر غواوو باندي د شناخته کارتونو موښلول په دې کار کي مرسته کوي چي د حیواني طب د هدفونو، ساري او عفوني ناروغیو، لکه د غواگانو لیونتوب د ناروغیو د کنترول له پاره د هغوی پیدا کول آسانه سي. خو دا لومړی ځل دی چي ښايي د یوه بشپړ بل هدف له مخي پر هندي غواگانو باندي بایومتریک تذکرې یا شناخته کارتونه ویشل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: