1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند فضا ته د څار ډېر عصري سټلايټ لېږلی

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

هند د چهارشنبې په ورځ د RISAT-2B په نوم يو سټلايټ په کاميابۍ سره فضا ته استولی دی. دې سټلايټ ته چې د شپې او ورځې به په څارنه بوخت وي، د هند له پاره د يوې سترې بريا په توگه کتل کيږي.

https://p.dw.com/p/3IuXQ
Indien Trägerrakete bringt Satelliten ins All
انځور: ISRO

هندي چارواکو ادعا کړې ده چې د دې سټلايټ په مرسته به د هند د امنيتي ځواکونو له خوا د بالاکوټ د پېښې په څېر عملياتو په اړه د شکونو د رامنځته کيدو امکان کم شي او د دغه ډول پېښو په اړه به د څرگندو شواهدو وړاندې کول آسان شي.

د هند د فضايي څيړونو آژانس «اسرو» د ۶۱۵ کيلوگرام درانه RISAT-2B سټلايت ليږدونه د هند په تاريخ کې يوه لويه بريا وبلله. خو دغه آژانس په دې اړه چې دغه سټلايت د ستراتيژيکو اړتياو له پاره دی، ډېر جزيات ور نه کړل.

د کارپوهانو په حواله له RISAT-2B سټلايټ څخه به په ځانگړي توگه پوځ او سرحدي ځواکونه ډېره مرسته ترلاسه کړای شي. ترهگر او افراطيان په عمومي توگه له خرابې هوا څخه په استعفادې له سرحده د تیريدو او يا يوې سيمه ته د داخليدو کوښښ کوي او د وریځو له کبله د موجودو سټلايټونو له لارې پر ځمکه دغه فعاليتونه په سمه توگه نه شي سنجول کيدلی. نوی سټلايټ به دغه نيمگړتيا له منځه يوسي او په دې توگه به د «دښمن» د داخليدو مخنيوی آسانه شي.

کارپوهان وايي د دې سټلايټ له لارې به په پاکستان کې د ترهگرو د احتمالي کمپونو څارنه هم وشي.
کارپوهان وايي د دې سټلايټ له لارې به په پاکستان کې د ترهگرو د احتمالي کمپونو څارنه هم وشي.انځور: ISRO

دا سټلايټ د يوه Synthetic Aperture Radar (چي دوه او درې بعدي انځورونه اخلي) په مرسته پر ځمکه تر درې فوټه لوړ يوه شي عکس اخيستلای شي او په دې ترتيب د دښمن د هر حرکت او فعاليت په څارولو کې مرسته کولی شي.

کارپوهان وايي د دې سټلايټ له لارې به په پاکستان کې د ترهگرو د احتمالي کمپونو څارنه هم وشي. سربيره پر دې په سمندر کې د دښمن د بيړيو د لارو په اړه هم معلومات ترلاسه کول آسانيږي. د هند پوځ به د دې سټلايټ په مرسته د هند په سمندر کې د چين او د عربو په سمندرگي کې د پاکستان د بيړيو حمل او نقل وڅارلی شي.

د RISAT-2B سټلايټ د جوړولو چارې په ۲۰۰۸م کال کې په ممبۍ کې تر ترهگریزو بريدونو وروسته پېل شوې. د کارپوهانو په حواله په دې سټلايټ کې د رادار داسې يو عصري سسټم نصب کړل شوی چې د بمبۍ د بريدونو په څېر پېښو په مخنيوي کې هم مرسته کولی شي. دې ته د هند پټه يا دريمه سترگه هم ويل کيږي.

د هند د فضايي څيړونو آژانس «اسرو» په حواله به په راتلونکو څو ورځو کې د دې ډول نورې پنځه سپوږمکۍ فضا ته واستولې شي.

کارپوهان وايي چې فضا ته د RISAT-2B سټلايټ په ليږدولو سره به هند اړ نه وي چې تر بریدونو وروسته د شواهدو د وړاندې کولو له پاره زيار وباسي، بلکې د دې سټلايټ په مرسته ترلاسه شوي پاک او واضح عکسونه به د بريدونو ثبوت وړاندې کوي.

د دې سپوږمکۍ له لارې به د طبيعي پېښو پر وخت د ژغورنې او مرسته رسونې په کارونو کې هم آسانتياوې ډېرې شي. د هند د فضايي څيړونو آژانس مشر ډاکتر ای سيون دا ماموريت د هېواد له پاره ډېر مهم بللی او ويلي یې دي چې د څارنې په يوه ډېر عصري سسټم سنبال دا يو ډېر ښه سټلايټ دی.

جاويد اختر، نوي ډيلي