1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند و آلمان خپلي اړيکي نوري هم پياوړي کوي

۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

په راتلونکي کال کي برلين او نوی دهلي د خپلو ديپلوماتي اړيکو 60 مه کاليزه په ګډه لمانځي. له دي امله سره له راتلونکي مني به آلمان د هند په يو ګڼ شمير ښارونو کي خپلي ديپلوماتي نمايندګي پرانيزي.

https://p.dw.com/p/QWKD
انځور: picture alliance / dpa

پرون په برلين کي د هند صدراعظم، منموهن سنګ د آلمان له صدراعظمي انګلا مرکل سره وليدل. د دغي ليدني کتني مهمه موضع د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو او همکاريو پراخول ؤ.

د ميرمن مرکل په نظر آلمان او هند خپل ستراتيژيکي مشارکت ته د ژوند رښتيني بڼه ورکړي ده. د آلمان صدرعظمي وویل چي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي له څوکلونوکي را په دي خوا د پراخيدو په حال کي دي، هغه څه چي په دي وروستيو وختوکی د دواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواکو ليدني کتني د دي واقعیت ښکاروندي دي.

مرکل وويل چي د راتلونکي لپاره هم هغوي لوړ هدفونه ټاکلي دي. د هغو په جملو کي د آلمان او هند تر منځ د سوداګرۍ اړيکو پراخول شامل دي.

په اوسني وخت کي د دغو سوداګريو کچه په کال کي تر 13 مليارد ايرو پوري رسيږي او تر 2012 کال پوري به 20 مليارد ايرو ته لوړه شي.

په راتلونکي کال کي برلين او نوی دهلي د خپلو ديپلوماتي اړيکو 60 مه کاليزه په ګډه لمانځي.له دي امله سره له راتلونکي مني به آلمان د هند په يو ګڼ شمير ښارونو کي خپلي ديپلوماتي نمايندګي پرانيځي.

د المان صدراعظمي په دي هکله وويل: «آلمان او هند نه يوازی د غوره اقتصادي همکاريو څخه برخه منه دي، بلکه هغوي په علمي، پرمختيايي او تخنيکي څيړنو کي هم سره له نژدي همکاري کوي.

مونږ دغو همکاريو ته وده ورکوو او سر بير پر دي په سياسي- امينتي موضوعاتو کي هم سره په ګده کار کوو.»

د هند صدراعظم منموهن سنګ هم له آلمان سره د خپل هيواد د نژدي همکاريو څخه ستاينه وکړه:

« له آلمان سره د هند اړيکي فوق العاده د ستايني وړ دي.په ده خبره کي هيڅ ډول شک او ترديد نه شته.زه فکر کوم چي زمونږ تر مڼح د همکاريو د پراخولو لپاره پوله نه ده ټاکلي شوي.»

د هند صدراعظم په عين وخت کي زياته کړه چي د ده هيواد او آلمان چي اوس دواړه د امنيت د شورا موقتي غړي دي د نړيوالو مسايلو په حل کي يو بل ته لاس ورکړي دي.

د آلمان صدرعظمي دغه راز له منموهن سنګ څخه د مکسيکو د کنکون د اقليم په سر مشرايزه کي چی پرون پاي ته ورسيده، د نژدي همکاريو لپره مننه وکړه.

بتینا مارکس/ عبدالباری حکیم

کتونکی:نجيب الله زیارمل