1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند په کابل کې خپل سفارت پرانیزي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

هند په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستل کیدو امکانات لټوي. خو لویه ننګونه امنیت دی، چې په دې اړه د طالبانو له مشرانو سره په خبرو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/4BPdt
Flagge von Indien
انځور: Colourbox

په نوي ډيلي کې د حکومتي سرچینو په وینا، هند ډیر ژر په افغانستان کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو په هکله غور کوي، څو سفارتي چارې بیا فعاله کړی شي. د «انډین ایکسپرس» په نوم د هند د یوې مشهورې ورځپاڼې په حواله دوی معلومات ترلاسه کړي چې د وضعیت د ارزونې په موخه د امنیتي کارمندانو یوې ډلې په فرورۍ میاشت کې کابل ته سفر هم کړی وو.

خو د سفارت د بیا پرانیستل کیدو د هڅو په لړ کې اوسمهال د جګپوړو دیپلوماتانو د استولو کوم پلان نه شته او د سرچینو په وینا د کابل سفارت به د ځایي همکارانو سره د رابطې له پاره کارول کیږي او د اړتیا پر مهال تر کونسلي خدماتو دغه لړۍ غځیدی شي.

خو نوي ډیلي د دې ترڅنګ دا روښانه کړې ده چې د دې کار موخه «د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل نه دي.»

Afghanistan Salma Hydroelectric Staudamm in Herat
په هرات ولایت کې د سلما بند د هند په مالي مرسته جوړ شویانځور: Getty Images/AFP/A. Karim

کله چې د تیر میلادي کال د اګست په ۱۵مه طالبانو کابل ونیو نو تر هغې دوې ورځې وروسته هند په افغانستان کې خپل سفارت وتاړه. له هغې راهیسې په ډیلي کې دا بحثونه کیدل چې آیا دا یوه سمه پریکړه وه او که نه.  په دې اړه د امنیتي ادارو او د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دی چې په کابل کې په پاتې کیدو سره د هندي چارواکو ژوند له خطر سره مخامخ کیدای شوای.

یوه بله کړۍ په دې نظر ده چې د کابل د دیپلوماتیکي استازولۍ په بندیدو سره د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله هند یوازې پاتې شو چې په کابل کې کوم استازی نه لري.

د دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د شنګهایي د همکاریو سازمان یوه غونډه وشوه چې د افغانستان موضوع د اجنډا په سره کې وه. خو کوربه هیواد هند په دغه ډله کې یوازینی هیواد وو چې لا یې په افغانستان کې خپل سفارت نه دی پرانیستی.

داسې انګیرل کیږي چې دا هغه مهم ټکی دی چې نوی ډیلی یې په کابل کې د خپل سفارت بیا پرانیستل کیدو په هکله غور کولو ته اړ کړی دی.

ویل کیږي کله چې په فرورۍ میاشت کې د هند یوه امنیتي ټیم کابل ته سفر کاوه نو د طالبانو د مشرتابه څخه یې د دې سفر د منظوریدو غوښتنه کړې وه. د حکومتي سرچینو په وینا د هند دغه ټیم د طالبانو د ادارې له چارواکو سره په کابل کې ملاقات کړی وو او د امنیت پر نورو اړخونو یې له هغوی سره خبرې کړې وې.

د طالبانو له لوري د کابل د نیول کیدو په ترڅ کې د هند برعکس پاکستان، چین، روسیې او د ایران په څیر هیوادونو په کابل کې په بشپړ ډول خپل سفارتونه نه وو تړلي.

Anschlag auf indische Botschaft in Afghanistan 2009
انځور: AP

د منځنۍ آسیا پنځو هیوادونو هم په یو شکل له طالبانو سره سفارتي اړیکي ټینګې کړي دي. په کابل کې د سفارتي فعالیتونو د جاري ساتلو له پاره امریکا متحده ایالاتو په اپریل میاشت کې له قطر سره یو تړون لاسلیک کړی وو.

په کابل کې د هند له پاره امنیت تر ټولو ستره ننګونه ده. په ۲۰۰۸م کال کې په کابل کې د هند پر استازولۍ برید شوی وو چې په پایله کې یې یو امنیتي سلاکار، یو دیپلومات او د سفارت دوه ساتونکي وژل شوي وو. د هند د امنیتي ادارو له پاره دا پېښه اوس هم د یوه تازه ټپ په څیر ده.

هغه مهال د افغانستان حکومت تور لګولی وو چې د دې تر شاه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی، لاس دی. هغه مهال نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی وو چې د دې له پاره د حقاني شبکه کارول شوې وه.

خو پر دې ټولو سربیره لا تر اوسه هیڅ کوم یوه هیواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پيژندلې او سفارتي هلي ځلې د بیلابیلو بوختیاوو له پاره یوازې د اړیکو د ټینګولو په خاطر کیږي.

صلاح الدین زین، نوی ډیلی