1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د خپل مهاجرت ضد قانون څخه دفاع وکړه

۱۳۹۵ اسفند ۲۱, شنبه

د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانو د نيوکو سربيره، د خپل هيواد د مهاجرت له نوي او سخت قانون څخه دفاع وکړه.

https://p.dw.com/p/2Z2kE
Flüchtlinge in Ungarn Zaun Grenzzaun
انځور: picture alliance/dpa/S.Ujvari

هنګري اوس کولاي شي د خپل نوي قانون له مخې په دغه هيواد کې ميشت مهاجر ونيسي او بندي خانو ته يې واچوي. په نوي قانون کې حتی له ۱۴ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو مهاجر ماشومانو د نيولو جواز هم ورکړل شوی دی. په هنګري کې بند پاتې مهاجر د صربيا سرحد ته نژدې سيمه کې په کانټينرونو کې ساتل کيږي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې ويلي دي چې د هنګري دغه نوی قانون د مهاجرو ميرمنو، ماشومانو او نارينه وو د جسمي او روحي فشارونو د زياتيدو سبب واقع شوی دی. دغې نړيوالې ادارې ويلي دي چې په هنګري کې تم شويو مهاجرو تر دې مخکې هم سخت کړاونه تير کړي او هغو سره يې دا ډول چلن کول يو نامناسب کار بللی دی.

خو د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان بيا د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې دغه نيوکې رد کړي او ويلي یې دي چې د دوی قانون د اروپايي اتحاديې د معيارونو مطابق جوړ شوی دی. اوربان په هغه څه نيوکې رد کړې چې په هغې ويل شوي دي، مهاجر دې نبايد د سرحدي سيمو په ترانزيتي زون کې بند کړل شي. هغه په دې اړه وویل: « هيڅ څوک ندي نيول شوي. هغه مهاجر چې په ترانزيتي زونونو کې يې د پناه غوښتنې درخواستونو ورکړي او د هغو ځواب ته انتظار نشي وښکلای، کولای شي بيرته صربيا ته ولاړ شي.»

اوربان په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته وويل: « مونږ هيڅ څوک هيڅ ځای کې ندي بندي کړي.»

اوربان تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترامپ له لوري هم په نړيواله کچه ملاتړ تر لاسه کړی دی. اوربان وايي چې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې د دغې اتحاديې هيڅ غړي هم د دوي له نوي قانون سره مخالفت ندی کړی، په داسي حال کې چې هغه د اروپايي کميسيون لخوا پر دغې موضوع د بحث کولو تمه لري.

د نوي قانون له مخې هغه مهاجر چې نشي کولای په هنګري کې خپل قانوني اوسيدل ثابت کړي په خپله به صربيا ته بيرته صربيا ته ستانه کيږي.

د اروبان حکومت، د مهاجرت کړکيچ ته په کتو، په هنګري کې بيړنی حالت اعلان کړی دی. تمه ده چې دغه حالت به تر سپټامبر مياشتې پورې دوام وکړي.

هنګري حکومت، صربيا سره په ګډه پوله، اغزن تار لرونکي فلزي کټارې هم درولي دي. پر دغو کټارو او ديوالونو له پولې د غيرقانونی مهاجرو د تيريدو د مخنيوي په موخه پرمخ تللې امنيتي کامري او کشفي وسايل هم نصب کړل شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.08.2015):