1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هورمونونه د انسان له رواني روغتیا سره څه ارتباط لري؟

۱۳۹۷ بهمن ۲۲, دوشنبه

د هورمونونو د بدلیدو له امله ځان وژنې ته میلان زیاتیږي. د روغتیا اروپایي ادارې وړاندیز کړی دی چې د حمل د مخنيوي د درملو پر قطیو دې د ځان وژنې د خطرونو په اړه خبرداری ولیکل شي.

https://p.dw.com/p/3D7Oa
Bildergalerie German Words in English | Weltschmerz
انځور: Colourbox/Artem Furman

یوه مېرمن وایي چې هغې په خپل ژوند کې د حمل یا امیدوارۍ د مخنيوي درمل یوازې یو ځل (د درو میاشتو له پاره) استعمال کړي دي. په دې وخت کې هغې شاوخوا ۲۰ کاله عمر درلود.

دغه مېرمن وایي چې پر ډیرو کوچنیو خبرو به یي ژړل. هغه وایي: «که بس به رانه لاړ هم به مې ژړل.» دغي میرمنې زیاته کړه: «زه پر دې خبره ټینګار کول غواړم چې ساینسي دلایل په خپل ځای کې مهم دي، خو کیدای شي چې دا زما د عمر له امله وي. عموماً په کم عمر کې خلک ژر پریشانيږي.»

بل لورته د داسې سائنسي څیړنو پایلې هم موجودې دي چې د ډپریشن یا ذهني پریشانۍ او هورمونو ترمنځ ژور ارتباط موجود دی. په ۲۰۱۶م کال کې په ډنمارک کې د ترسره شوې یوې څیړنې له مخې د ډپریشن او هورموني ناروغیو ترمنځ ژور ارتباط موجود دی.

په ډنمارک کې د ناروغانو د مریضۍ دوسیه په کمپوټري سیستم کې ثبتیږي، چې د څیړنو پر مهال د ناروغانو نوم محرم ساتل کیږي.

په دې څیړنه کې له ۱۵ تر ۳۴ کلنو پوري د یوه میلیون ډنمارکي ښځو د ۱۳ کلونو روغتیایي معلومات ارزول شوي دي. د دې څيړنې پایلې ښیي چې له ایستروجن او پروجیسترون په نوم هورمونو څخه د جوړو شوو درملو استعمالونکي میرمنې، د هغو ښځو په پرتله د ډپریشن ضد ډیري دواوې خوري، چې د امیدوارۍ ضد درملو څخه استفاده کوي. دا توپير تر ۲۳ سلني زيات دی.

یواې د پروجسټرون په نوم هورمون (مني پلز) تابلیتونو په استعمالونکو ښځو کې دا توپیر نور هم زیات یعنې ۳۴ سلنه دی. په کم عمره نجونو یا ښځو کې د دې تابلیتونو اغیز زیات لیدل کیږي. په دې کې د موجود پلز له امله د انسان په مزاج یا طبعیت کې ډير منفي تاثيرات لیدل شوي دي.

د دې څیړنې پایلې ښیي چې هغه میرمنې چې د حمل د مخنيوي درمل خوري په هغو کې د ځان وژنې امکانات ۳ چنده زیات وي.

له دغې څیړنې څخه دا هم معلومه شوې ده چې د دې خطر د ځوانو نجونو له پاره ډیر دی. دغه نجونې نه یوازې دا چې په راتلونکي کې له زنانه یي تکلیفونو یا ښځینه ناورغیو سره مخامخ کیدلی شي، بلکې په رواني ناروغیو هم اخته کیدلی شي.

سائنس وایي چې د حمل د مخنوي درملو تر استفادې وروسته د هرې ښځې چلند او غبرګون توپیر کوي. په ښځو کې د نارينه و په پرتله د ډپریشن یا ذهني پریشانۍ ناروغي دوه برابره زیاته وي.

ویل کیږي چې په بدن کې د هورموني بدلونونو چې د بلوغ، د ښځو میاشتنۍ ناروغي، د امیدوارۍ پر مهال او یا د حمل د ضایع کیدو له امله رامنځته کیږي، په ښځو کې د ډپریشن احتمال زیاتوي.

د غیر متوازن هورمونونو علایم کوم دي؟

1-      د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ (حیض) کم او یا زیاتیدل.

2-      په چټکۍ سره د وزن کمیدل یا زیاتیدل.

3-      د لوږي زیاتیدل یا کمیدل.

4-      ډپریشن یا خفګان

د هورمونونو د بیلانس یا تناسب ساتلو له پاره سپارښتنې

1-      د هورمونو د بیلانس یا توازن ساتلو له پاره ورزش ګټه رسوي، خو له ډير سخت او زیات ستړي کوونکي ورزش څخه باید ډډه وشي.

2-      په خواړو کې له مصنوعي فلیور او رنګونو له استعمال څخه ډډه کول.

3-      د سهار له خوا په منظمه توګه باید د لمر له وړانګو څخه ګټه واخیستل شي.

4-      په بدن کې د ویټامين ډي او پروتینو کمښت هم د هورمونونو د موازنې د خرابیدو سبب کیدای شي. د ويټامين ډي د کمښت پوره کولو له پاره کیدای شي د دغه ویټامين له ګولیو او پيچاریو څخه استفاده وشي.

د کدو زړی یا تخم هم د ښځينه پټو ناروغیو له پاره ګټه رسوي او هم یي د هورمونونو د توازن په برارولو کې مرسته کوي.