1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هولبروک افغانستان ته په يوه نازک حالت کي سفر کوي

۱۳۸۷ بهمن ۲۵, جمعه

د چارشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت په درېو ودانيو باندې بريدونه ښايي چې د دغې خبرې تاييد يا پخلی وي

https://p.dw.com/p/GtQ8
د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی ريچارد هولبروک
د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی ريچارد هولبروکانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د استخباراتو مشر امر الله صالح هڅه کوله چې د تروريزم په وړاندې د عملي تگلارې نيمگړتياوې په دې ډول تشريح کړي.

«د امنيت په ساحه کې کار کول داسې وي لکه د بادامو خوړل: چي په ډيرو خوږو دانو کي يو تريخ پیداسي او د خولې ټول خوند له مينځه يوسي. موږ بايد څلر ويشت ساعته بريالي اوسو. په اونۍ کې اوه ورځې او 365 ورځې په کال کې بايد همدغسې وي. هغوی ته فقط يوه بريا بس ده، فرق په همدې کې دی.»

د چارشنبې د ورځې دغه بريد په عمومي توگه د دې ثبوت گڼل کيږي چې اورپکي څومره جرئت لري چې د ظاهرا مظبوطو امنيتي حصارونو څخه هم ډډه نه کوي. په درنو وسلو سمبال، د لاسي بمونو او چاودېدونکو واسکټونو په لرلو سره، ځينې بريد کوونکي د بمبي د بريدونو په څېر، د ادارو زړه ته هم ورننوتل. افغاني امنيتي ځواکونه، چې د پلازمېنې کابل قومانده يې اوس په لاس کې ده، له همغو ورته ستونزو سره لاس او گرېوان دي چې غربي پوځونو يې هم درلودل.

«زموږ څېړنه دا ښېي چې دښمن به کوشش نه کوي چې مستقيم راباندې حمله وکړي. په لومړي صف کې هغوی زموږ د مقابلې توان نه لري. نو ځکه د هغوی ستراتيژي په دې باندې څرخي چې په اصطلاح پاستهء هدفونه په نښه کړي.»

اصلي ستونزه په دې کې ده چې طالبان په همدې وروستيو کې د دغې ستراتيژۍ د لارې بريالي وو او کابل ته ورڅېرمه ولايتونو کې يې هم وېره او ترهه خپره کړې ده. داسې ښايي چې د امريکا اضافه دېرش زره عسکره به هم داسې بوخت شي لکه ريچارد هولبروک چې اوس دی. د افغانستان حکومت په اداري فساد ککړ بلل کيږي او د مخدره توکو تجارت هم غوړېدلی دی. د عام ولس لويه برخه خپه ده ځکه چې د بيا رغاونې لړۍ هغوی ته نه ده ورغځېدلې. دا د افغانستان په اړه د امريکې د انستيتوت د مشر، عمر شريفي نظر دی.

«هر څه نړيوالې ټولنې پورې اړه لري او دې پورې چې د عادي خلکو ژوند څومره بدلون مومي. افغانان د اروپا د ژوند سطح نه غواړي، بلکه بيخي خپل ژوند ته حيران دي. هغوی لږ څه غواړي، خو يوه څه بدلون پکار دی. په پېړيو پېړيو يې په يو عادي خود کفايه اقتصادي نظام کې ژوند کړی دی. هغوی به خوشاله وو کله چې امنيت ټينگ و په دې چې ژوندي پاته شي.»

څوک چې په افغانستان کې د امنيت د ټينگولو فورمول لټوي بايد د ډېرو په اند په پاکستان کې ورپسې وگرځي. هولبروک په تېرو څو ورځو کې هلته مېلمه شوی و. په جنوري کې د آلمان سفارت مخې ته د بريد په څېر افغاني څارگره اداره وايي چې د کابل بريد کونکي د پاکستان له لوري هدايت کيږي.

په کابل کې د تروريستي بريدونو د لړۍ څخه يوه ورځ وروسته د امريکا د متحده آيالتونو نوی خاص استازی ريچارد هولبروک پرون ماښام افغانستان ته ورغلی دی. ټاکل شوې ده چې دی به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د څرگندونو له مخې د شنبې په روځ له اولسمشر حامد کرزي سره هم وگوري.