1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هولبروک: د کابل کنفرانس د افغانستان د کشالې د حل د پاره ډير مهم دی

۱۳۸۹ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک ويلي چي، د هغو وسلوالوطالبانو دپاره چي د جنگ څخه لاس اخلي د کابل په کنفرانس کي ورته د نورو مالي مرستو د ژمنو تمه کيږي...

https://p.dw.com/p/NkZA
هولبروک د سولي په ملي مشورتي جرګه کي جمهوررئیس حامدکرزي ته صلاحیت ورکړل سوی، چي د طالبانو سره د روغي جوړي خبرو اترو ته کښېني.
هولبروک د سولي په ملي مشورتي جرګه کي جمهوررئیس حامدکرزي ته صلاحیت ورکړل سوی، چي د طالبانو سره د روغي جوړي خبرو اترو ته کښېني.انځور: AP

د کابل کنفرانس چي د چنګاښ په29 چي د روان ميلادي کال جولای د شلمي نېټې سره سمن خوري، په حقيقت کي په لندن کي د افغانستان د کنفرانس په تعقيب دايريږي.

د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د سولي او پخلايني دپاره سمدستي د 140 مليونو ډالرو ژمنه وشوه.

په دغو مالي مرستوکي تر زياته حده د امريکا متحده ايالات، آلمان، بريتانيا، جاپان او د نړۍ ځيني نور هيوادونه ونډه لري.

د متحده ايالاتو ځانګړي استازي يادونه وکړه چي، د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د سولي او ملي پپخلايني په نامه د مرستي يو مالي صندوق پرانيستل سوي چي مرستندويه هيوادونه په هغه کي خپلي مرستي اچوي.

د هسپانيې په پلازمېنه مادريدکي چي، تيره ورځ د افغانستان په اړه د نړۍ د ځانګړو استازو يوه مشورتي غونده جوړه سوې وه، ريچارد هولبروک يوې خبري غونډي ته وويل، چي نوموړي مالي صندوق ته د مرستو د رسيدو لړۍ روانه ده.

هولبروک وويل :« تر اوسه پوري دغه صندوق ته کابو 200 مليون ډالر اچول سوي دي، چي زياته برخه يې د چاپان له خواسوې او انتظار کيږي، چي د کابل په کنفرانس کي نور هيوادونه هم خپلي ژمني پوره کړي او ددغه پروګرام سره مرسته وکړي.»

د کندهار ولايت د ميوند په سيمه کي وسله وال طالبان
د کندهار ولايت د ميوند په سيمه کي وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

د کابل په کنفرانس کي به د ملګرو ملتو پرعمومي منشي بان کي مون سر بیره د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزيره هيلري کلينټن او د نورو لويديځو هيوادونو لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي.

په مادريدکي د افغانستان دپاره د نړۍ د 30 هیوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي سره راټول سوي ول تر څو د افغانستان د کشالې د حل دپاره غيري پوځي لاري چاري ولټوي.

په کابل کي د سولي د ملي مشورتي جرګې څخه وروسته دا د افغانستان د کشالې د حل په موخه یوه بله غونډه وه.

ریچارد هولبروک وویل په کابل کي د سولي ملي مشورتي جرګه طالبانو ته دسولي د لاس اوږدولو په موخه یو مهم ګام ؤ. په دغه جرګه کي جمهور رئیس حامدکرزي ته صلاحیت ورکړل سو، چي د طالبانو سره د روغي جوړي خبرو اترو ته کښېني.

ریچارد هولبروک وويل چي د امریکا متحده ایالات د جرګې د پریکړو څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی وايي، چي واشنګټن کولای سي چي په افغانستان کي په سياسي حل کي اصلاح سوي طالبان په حکومت ومني که چيري هغوئ ټاکل سوي شراط ومني.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل