1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هولبروک: پر ټاکلې نېټه د سرتيرو په ايستلو پيل کوو

۱۳۸۹ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د افغانستان دپاره د امريکاځانګړي استازي وويل چي د انتظار پر خلاف افغانستان د ثبات پر لور ډير ورو ګامونه اخلي، خو دا به جمهور رييس بارک اوباما دې ته وا نه ړوي چي په راتلونکي کال کي د خپلو سرتيرو د وتلو د پیل څخه مخ واړوي.

https://p.dw.com/p/PIxZ
هولبروک د متحده ايالاتو يو تجربه لرونکي مرکچي ګڼل کيږي.
هولبروک د متحده ايالاتو يو تجربه لرونکي مرکچي ګڼل کيږي.انځور: picture-alliance/ dpa

ريچارد هولبروک پرون په نيويارک کي وويل:«زه يوازي دومره پوهيږم چي جمهور رئيس هغه څه کوي چي غواړي وکړي او هغه به په پوره احتياط او مسوليت سره» د وتلو بهير پيل کړي.

هولبروک د رويتر خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل:«جمهوررئيس د جنګي سرتيرو او د شرايطو پر بنسټ ولاړ د سرتيرو د کمولو پاليسي په هکله وږغيد.»

د افغانستان او پاکستان دپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي يادونه وکړه چي اوباما له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د بشپړ وتلو ورستۍ نيټه تر اوسه پوري نه ده ټاکلي، خو يوه څه ښکاره ده چي تر وتلو وروسته به هم د افغانستان سره د متحده ايالاتو اقتصادي او پرمختيايي او دغه راز د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د روزني سره د مرستو لړي جاري پاته وي.

هولبروک چي د متحده ايالاتو يو تجربه لرونکي مرکچي ګڼل کيږي د ويتنام د جګړي سره يي په سياست کي خپل تجربه پيل کړه او وروسته له هغي د شهرت خاوند شو چي د بوزنيا د سولي په تړون کي مينحګړيتوب وکړ.

هغه په پاکستان کي د سيلابونو له ناورين څخه د يوي ليدني کتني او د افغانستان د ولسي جرګي له ټاکنوڅخه وروسته پرون په نيويارک کي چيرته چي د ملګرو ملتو عمومي اسامبله دايره شوی ده دغه يادوني وکړي.

د افغانستان ټاکني د شنبي په ورځ بشپړي شوي او د بهرنيو څارونکو په نظر د تيرو ټاکنو په پرتله له زياتو زور زياتيو سره مخامخ نه شوي. خو هغوي دا هم وايي چي لا تراوسه وختي ده چي سړي ووايی چی آيا دا ټاکني بريالي وي که نه.

د متحده ايالاتو حانګړي استازي د افغانستان راتلونکی ولسي جرګي ته په اشاري سره وويل: « وخت ته اړتیا ده چی په دغه نه ګونديز لرونکي سيستم کي چي په خپل وار سره د دوهم ځل لپاره جوړيږي څوک د چا تر څنګ دريږي او څوک له چا سره ايتلاف کوي.»

هولبروک وويل.«د افغانستان ملي اسامبله چي افغانان ورته ولسي جرګه وايي د لويديځو پارلماني مجلسونو په څيرنه ده چي يو ګوند ټاکني ګټلوی وی يا دوه يا دري ګوندونو نسبي لاس برتوب پيدا کړي وی چي بيا يو بل سره ايتلاف وکړي. تاسي نه شي کولاي چي د افغانستان له ولسي جرګي څخه دغسي يو انتظار ولري.»

خو هولبروک هم د نورو امريکايي چارواکو په څير د افغانستان د ټاکنو له بهير څخه چي د جګړي په وخت کي سرته ورسيدل، ستاينه وکړه او هغه يی په خپل ذات کي يو برياليتوب وګاڼه.

« په داسي شرايطو کي چي افغانانو ټاکني ترسره کړي، هغوي د شاباسي وړ دي.»

د ټاکنو لومړي نتايج ښايي د اکتوبر تر اتمي پوري معلوم نه شي. د متحده ايالاتو دبهرنيو پاليسو تحليلونکي هم موافق دي چي دټاکنو ورستی نتايج او د افغانستان پر سياست باندی د هغو اغيزيد وخت خبره ده چی سړی بايد ورته انتظار وباسی.

د بروکيينګز په نامه د جنوبي آسيا لپاره د يو تحقيقاتي مرکز کار پوه،Bruce Riedel وويل: « په دی ټاکنوکي دوه فکتورونه د انديښني وړ دي: يو دا چي د برخي اخيستونکو شمير له 6 میلونو څخه چي په تيرو ټاکنو کي ؤ، 3.6 مليونو ته راټيت شو او بله دا چي ډيرو افغانانو ونه شو کړاي خپلي رايي ورکړي.»

د متحده ايالاتو د ملي امنيت تحليلونکي، انتوني کوردسمن چي د هغه هيواد د ستراتيژيکي او نړيوالو څيړنو په مرکز کي کار کوي وويل: « د افغانانو لپاره او هم د دي لپاره چي دغه جګړه وګټله شي، مهمه دا ده چي د افغانستان د حکومتوالي په نظام کي سمونوالي رامنح ته شي، خلکو ته نه يواځي د امنيت په تأمين کي بلکه د نورو خدماتو لپاره هم هڅي پراخي شي.»

په عين وخت کي د متحده ايالاتو ځانکړي استازي، هولبروک اعتراف وکړ چي افغانستان ته د متحده ايالاتو د ملکي کارپوهانو چي د ثبات د ستراتيژي يوه برخه جوړوي، د استولو پروسه ډيره ورو ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل