1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلري کلنټن: ترکيې ته مي لوی زيری راوړی دی

۱۳۸۷ اسفند ۱۸, یکشنبه

داسي ښکاري چي د هغوی په اړيکوکي د تيروکلونو ژور ټپ چي انقرې د عراق پر ضدجګړې سره مخالفت وکړی،د رغېدو په حال کي وي.

https://p.dw.com/p/H7z9
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن د ترکيې د سفر پر مهال
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن د ترکيې د سفر پر مهالانځور: AP

کله چي هيلري کلينټن د شنبې په ورځ د ترکيې پلازمېني انقرې ته ورسيده، ترکانو ته يې يو لوی زيری ورکړی، چي په راتلونکي میاشت کي به جمهوررييس بارک اوباما شخصاً د ترکيې مېلمه وي.

په ترکيه کي د امريکايانو د داسي یو زيري لپاره هيچا انتظار نه درلودی.داسي ښکاري چي د اوباما حکومت غواړي په پوره قاطعيت سره بيرته ترکيه د امريکا ترڅنګ ودروي.

د ترکيې له دولتي او حکومتي مشرانو سره تر ليدني کتني وروسته د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري د ناټو له دغه غړي هيواد څخه ډيري ستايني وکړې. د ترکيې د ملت نومي ورځپاڼي ليکوال، سعادت ارګین، د مېرمن کلينټن په مطبوعاتي کنفرانس کي دوو مهمو موضوګانو ته پام سو چي هغې ورته اشاره وکړه.

« د بهرنیو چارو وزيري د اروپا په اتحاديه کي دترکيې د غړيتوب له غوښتني څخه ملاتړ وکړ،خو دايې هم څرګنده کړه چي په ترکيه کي د ډيموکراسۍکمبود سته. هغې زموږ د اساسي قانون د سيکولارستي خصوصيت يعني د دين او دولت د بيلتون اهميت ته اشاره وکړه. پدې ډول کلينټن د بوش د حکومت څخه چي ترکيه يې تل د « معتدل اسلام» نمونه ګڼله جلا دريځ غوره کړ.»

د ترکيې جمهوررييس عبدالله ګل او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن
د ترکيې جمهوررييس عبدالله ګل او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټنانځور: AP

امريکان غواړي چي ترکيه په افغانستان کي خپل نقش پراخ کړي. خو د طيب رجب اردوګان مذهبي محافظه پال حکومت د طالبانو پر ضد جنګي عملياتو کي له ګدون څخه ډه ډه کوي.هغه غواړي چي په يومسلمان هيواد کي د ترکيې د سرتيرو د وژل کيدو مخه ونيسي.

خو د امريکا متحده ايالات په سيمه کي ديوشمېر نورو ستونزو په حل کي ترکيې ته اړتيا لري، ځکه هغه د اسراييلو ترځنګ په نژدې ختيځ کي د امريکا نژدې متحده ده. د غزې تر جګړې وروسته د اسراييلو سره د ترکيې تنده شخړه،چي په انقره کي اوريدل کيږي، بايد ژر پای ته ورسول سي.

د ترکيې جمهور رييس عبدالله ګل په نژدې وختو کي له اسراييلو څخه د ليدني کتني اعلان کړی دی. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، بابه جان، وويل ، د هغه حکومت چمتو دی چي د سوريې او اسراييلو ترمينځ د مینځګړيتوب ماموريت بيرته د سره پيل کړي.

«کله چي دغه دواړه اړخونه، اسراييل او سوريه د يو داسي تماس له پاره چمتوالی ښکاره کړي،او زموږ د مرستي غوښتنه وسي، ښکاره ده چي موږ په اختیار کي يو.»

په ترکيه کي د ناټو دیوغړي هيواد په توګه امريکايي ضد احساسات ډير پراخ دي. د ترکيې په سلو کي70 خلک امريکا ته دیو مخالف لوري په سترګه ګوري. ددې له پاره چي دغه انګېرني ته بدلون ورکړل سي، هيلري کلينټن د شنبې په ماښام ديو تلويزوني بحث مېلمنه وه.