1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلری کلينتن: ايران بايد خپل خطرناک دريځ پريږدی او په سيمه کې ګټور تمام شی

۱۳۸۷ دی ۲۵, چهارشنبه

کلينتن د سنا په غونډه کې د سې شنبې په ورځ وويل:« امريکا نه شی کولای بيړنۍ ستونزې يوازې حل کړی، او نړی هم نه شی کولای له امريکې پرته يي حل کړی.»

https://p.dw.com/p/GY9p
هيلری کلينتن
هيلری کلينتنانځور: AP

کلينتن ټينګار وکړ چې نوﺉ حکومت به په منځني ختيځ کې د سولې د راوستو لپاره هڅې وکړی. دا يواځې په اسراييل او فلسطين باندې نه څرخی بلکې د ايران د اټوم پروګرام هم په بر کې نيسی. متحد ايالتونه د غزې په تړانګه کې د روانې لانجې سره سره، د سولې هيلې له لاسه نه دی ورکړی.

کلينتن دغه راز وويل: «اسراييل له خپلو ګاونډيو سره نورمالو او ښو اړيکو ته اړتيا لری. او فلسطين هم په خپل هيواد کې آزادۍ، اقتصادی پرمختګ او امنيت ته اړتيا لری.»

د امريکې د بهرنيو چارو راتلونکې وزيرې هيلری کلينتن په بهرني سياست کې د يوه بدلون اعلان وکړ. دې په سنا کې د سې شنبې په ورځ دغه راز وويل: « د ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما حکومت به په بهرنيو اړيکو کې په ايديالوزۍ نه، بلکې په پراګماتيزموس رهبری شی. دې دغه راز وويل: « موږ بايد هغه څه پکار واچوو چې موږ يی مستعد توان بولو.»

د بوش په پايته رسيدونکي حکومت په وار وار تور ولګيد چې په بهرني سياست کې په ايډيالژيکو بنسټونو رهبری شوې. ددې تر څنګ کلينتن اسراييلو ته د امريکې د متحدو ايالتونو د امنيت ډاډينه ورکړه. خو د امريکې متحد ايالتونه بايد د فلسطينيانو مړينه، خپل هيواد لپاره هم په رسميت وپيژنی.

د ايران سره د ټوم په لانجه کې، کلينتن د نه بدليدونکي او سخت دريځ ډاډ ورکړ، څو د ايران اسلامی جکهوريت د اټومی وسلو له جوړولو څخه منع کړی. د تراوسه ايران سياست څخه هيڅ هم لاس ته نه دي راغلي، ښايي چې اوس نوی اوښايي بل دريځ غوره شی.

کلينتن: ايران او سوريه بايد خپل خطرناک دريځ پريږدی او په سيمه کې ګټور تمام شی
کلينتن: ايران او سوريه بايد خپل خطرناک دريځ پريږدی او په سيمه کې ګټور تمام شیانځور: AP Graphics

کلينتن د شمالی کوريا د اټومی پروګرام په اړه د شپږو ډلو د خبرو ستاينه وکړه، او ويې ويل چې خبرې اترې ددې لپاره چې په دغه بې وزلي کمونيستی هيواد زور واچول شی، د هستوی وسلو جوړونه پايته ورسوی، ښه وسيله ده. دا به د نورې پراختيا په هکله سوچ وکړی.

شمالی کوريا په 2005 زيږديز کال کې د سهيلی کوريا، د امريکې متحدو ايالتونو، چين، جاپان او روسيې په وړاندې د اټومی پروګرام څخه د ډډې ژمنه وکړه او يو کال وروسته دغه هيواد يوه اټومی خولۍ وازموييله او له هغه وخته دغه جوړې ځنډيدلې ده.

کلينتن ټينګار وکړ: « زموږ موخه د شمالی کوريا د اټومی پروګرام بندول دی.»

داوباما حکومت ددې تر څنګ له روسيې اوچين سره د اقتصاد، امنيت او د اټومی وسلو د نه پراختيا د مسايلو په برخه کې. ګډ نژدې کار پلانوی.

کلينتن وويل، له ستر ديپريشن نه وروسته نړی په اقتصادی زنګيدنه کې ده، ددغه کړکيچ کيسې موږ ته دديپلوماتيکې ناکامۍ او د نه ټاکل شوی عکس العمل عاقبت را په ګوته کویږ» دغه راز بايد د امريکې متحد ايالتونه له نورو پرمختګونو هيوادونو سره د اقتصادی لانجې په برخه کې ګډ کار وکړی.