1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"هيله ده د ټاکنو دمخه خبري اتري نتيجه ورکړي"

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲۲, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي، هلي ځلي رواني دي چي د ۲۰۱۴ کال د جمهوري رياست تر ټاکنو دمخه د سولي خبري اتري يوې نتيجې ته ورسیږي. د پاکستان، افغانستان او بريتانيا مشرانو څو ورځي دمخه په لندن کي يوه غونډه درلوده.

https://p.dw.com/p/17bgQ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۰) په يوه خبري غونډه کي وويل، چي له وسله والو ډلو سره تراوسه پوري هيڅ ډول خبري اتري نه دي پيل سوي.

خو هغه وويل، چي د خبرو اترو د پيلېدو له پاره تلاښونه روان دي: «زموږ هيله من يو چي دغه تلاښونه به په ۲۰۱۴ کال کي د ولسمشر تر ټاکنو د مخه يوه نتيجه ورکړي او موږ د سولي په فضا کي ټاکني ترسره کړو. دا د افغانانو په خير ده.»

په لندن کي تر درو اړخيزو خبرو اترو وروسته د افغانستان د سولي په اړه د خبرو اترو د پيلېدو اميدونه پيدا سوي دي.

خبري اتري مخفي نه دي

په دې وروستيو کي د پاکستان د جمعيت العلمای اسلام د گوند مشر مولانا فضل الرحمان چي د طالبانو په معنوي پلار هم مشهوره دئ له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره قطر ته سفر وکړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په دې اړه وويل، چي هيڅ ډول خبري اتري به له افغانانو څخه پټي ترسره نه سي: «دا چي قطر ته کوم مولانا سفر کړی دئ، دا ئې خپل کار دئ هرڅوک چي قطر ته سفر کوي ودي ئې کړي. دغه خبري اتري به روښانه وي او د افغانستان ټول وگړي به ځني خبر سي. تر مېزلاندي مخفي خبري اتري به هيڅ وخت نه وي.»

په لند کي تر درې اړخيزي غونډي وروسته يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چي په دغه غونډه کي د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان سرحد خط ياد سوی دئ. خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزيره دغه دغه مسئله په کلکه رد کړه.

افغان دولت وايي، چي له پاکستاني زندانونو څخه د ټولو طالبانو د آزادېدو غوښتونکی نه دئ، بلکي د دغي ډلي هغه بنديان بايد آزاد سي، چي د سولي د خبرو اترو له پاره گټور تماميږي.

ښاغلي رسول په دې اړه وويل: «موږ نه غواړي چي يوازي يو شمېر کسان فقط له زندانونو څخه آزاد کړو. موږ غواړو هغه کسان آزاد سي چي د سولي په خبرو اترو کي گټور تماميږي. لومړيتوب دغه دئ چي هغوی افغانستان ته راسي. که په اوسنيو شرايطو کي ئې د راتگ امکان نسته يوه دريم هيواد ته دي ولاړ سي چي په دغه برخه کي يوې نتيجې ته ورسېدو.»

رسول دغه راز وويل چي په قطر کي تراوسه پوري د طالبانو دفتر نه دئ پرانيستل سوی.

هغه وويل دغه دفتر به هغه مهال فعاله سي، چي طالبان له نړيوالو تروريستانو سره خپلي اړيکي وشکوي او د سولي له عالي شورا سره د سولي خبرو اترو ته حاضر سي.