1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هُدهُد طوفان د هند ساحل ته ورسېد

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۲۰, یکشنبه

د هُدهُد طوفان د هند په ختيځو ساحلي سيمو کي سخت تاوانونه اړولي دي. دغه طوفان نه يوازي دا چي ونې له بيخه ايستلي او ودانۍ يې زيانمني کړي، بلکه انسانان يې هم وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1DTpv
انځور: Getty Images/AFP/STR

هُدهُد طوفان د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۲مه) په ځايي وخت تقريبا ۱۲ بجو د هند په ختيځ کي پرتو ساحلي سيمو ته ورسېد. دغه طوفان چي ۱۹۵کیلو متره في ساعت سرعت يې درلود، ونې له بيخه ايستلي او ودانيو ته يې زيانونه اړولي دي.

د هند د اندهرا پردېش بندري ښار ويساخاپاتنام د هُدهُد طوفان څخه زيات تاوانونه ليدلي دي. په دغه ښار کي لږ تر لږه د دوو انسانانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی. دغه ښار د هند د سويل تر ټولو لوی ښار دی چيري چي د هند سمندري ځواک خپل تر ټولو لوی سمندري مقر لري.

د هند د سمندري پوځ لوړپوړي چارواکي اميرالبحر ايس کې ګرېوال، رسنيو ته ويلي دي چي د طوفان په سرعت کي د هغه وروسته لږوالی راغلی کله چي د سمندر څخه وچي ته ورسېد. نوموړي ويلي دي چي اټکل کيږي چي د طوفان سرعت به د يکشنبې د ورځي په جريان کي بېرته زيات سي.

يوازي د اندهرا پردېش او اوريسا ايالتونو څخه تر ۳۵۰ زرو څخه زيات انسانان د طوفان د سيمو څخه و خوندي سيمو ته انتقال کړل سوي دي. دا د هغه څخه تر مخه چي طوفان د سمندر څخه وچي ته ورسيږي. اټکل کيږي چي د هُدهُد طوفان څخه به د هند د ساحل تقريبا ۳۰۰ کیلومتره اوږده برخه اغېزمنه سي.

په هند کي د طبیعي حوادثو سره د مبارزې د ملي مرستندويانو تقريبا ۱۷۰۰ کسان په طوفان ځپلو دوو ايالتونو کي د تيارسئ حالت ته راوستل سوي دي. د هند سمندري او مځکني پوځي قواوي هم په طوفان ځپلو سيمو کي مرستو ته چمتو دي.

د هند د اندهرا پردېش ايالت په ولسواليو سريکاکولام، ويجاياناګرام، ويساخاپتنام او په ختيځ ګوداواري کي لږ تر لږه د ۱۴ مليونو انسانانو نفوس درلودونکي سيمي د هُدهُد په لاره کي پرتې دي. په عمومي توګه د اپريل او نوامبر مياشتو تر منځ د هند په ختيځو ساحلي سيمو کي طوفانونه راځي. دغه طوفانونه په هند او ګاونډي هيواد بنګله دېش کي د زياتو ځاني او مالي تاوانونه باعث ګرځي.