1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هکرانو د یوه فرانسوي تلویزیون په موقتي توګه خپرونې بندې کړې

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبه

فرانسوي تلویزوني شبکه «ټي وي زنگ مونډ» صفحه د څو ساعتونو له پاره همداسې توره وه او په انټرنټ پاڼه کې يې اسلامي شعارونه خپریدل. دا په ښکاره ډول د اسلامي دولت ملیشو کار بریښي.

https://p.dw.com/p/1F5CP
Zentrale von TV5 Monde in Paris
انځور: Getty Images

د «اسلامي دولت» یاIS ډلې شکمنو هکرانو د ساعتونو له پاره د فرانسوي تلویزوني شبکې «ټي وي زنگ مونډ» خپرونې بندې کړې. د دغه تلویزون ټولې خپرونې په بشپړ ډول قطع شوې وې. د یاد تلویزوني شبکې مشر یاوس بیگوټ، ویلي دي چې د دغه انټرنټي برید پر مهال د زنگ مونډ تلویزوني شبکې په انترنت پاڼې او ټولنیزو شبکو کې د اسلامي دولت ډلې غوښتنې ښوول کیدې.

د ټي وي زنگ مونډ تلویزوني شبکې د شپې په نیمایې کې په خپل تویتر پاڼه کې د دغه انترنتي برید تر پیلیدو نږدې دوه ساعته وروسته، د هغه په هکله اطلاع ورکړه. د دغې شبکې مشر د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چې تر څو د دغې تلویزوني شبکې خپرونې بیرته خپل نورمال حالت ته راگرځي څو ورځي وخت به ونیسي.

ټي وي زنگ مونډ یوه فرانسوي رسنیزه ډله ده چې په فرانسوي ژبه خپرونې لري او مقر یې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې دی. د دغې رسنې خپرونې د نړۍ تر ۲۰۰ ډیرو هیوادونو کې خپریږي.

فرانسوي عسکر تر فشار لاندې دي

د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې برید کوونکو هکرانو د دغه تلویزون شبکې په فیس بوک پاڼه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندی د فرانسي پوځي ماموریت غندلی دی او د دې تر څنگ یې فرانسوي سرتیرو ته گواښ هم کړی دی.

د اسلامي دولت ډلې د دغې شبکې په فیس بوک کې لیکلي دي چې «فرانسوي عسکر دې له اسلامي دولت څخه فاصله ونیسي. دوی چانس لري چې د خپل فامیل په ژغورنه کې اغیزمن ثابت شي.»

همدارنگه دغو هکرانو زیاته کړې «چې سایبري خلافت به د اسلامي دولت دوښمنانو پر وړاندی سایبري جهاد ته ادامه ورکړي».

فرانسه په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت افراطي سني ډلې پر وړاندې جگړه کې د نړیوال ائتلاف د پوځي ماموریت د یوې برخې په توگه ونډه لري.

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د دغې شبکې په فیس بوک او تویتر پاڼو کې نور نو د اسلامي دولت ډلې غوښتنې نه لیدل کیدې. په همدې منځ کې د ټي وې زنگ مونډ تلویزوني شبکې خپلې خپرونې بیا پيل کړي دي خو په انټرنټ پاڼه کې یې داسې پيغام رازي چې پر دغې شبکې کار روان دی.

په وروستیو وختونو کې مختلفې رسنې لکه د نیویارک پوسټ، بوستون گلوبل او یا هم بریتانوي ورځپاڼه «دې اندیپندینت» د هکرانو له بریدونو سره مخامخ شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب