1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیروشیما د اتومي برید ۶۷مه کالیزه ولمانځله

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15kYR

د جاپان د هیروشیما ښار له نن څخه ۶۷ کاله پخوا پر دغه ښار باندې د لومړي اتومي برید یادون وکړ. د هیروشیما ښاروال کازومي مات سویي، په دغه یادون کې اتومي بمونه د بشریت له پاره یو ستر ناورین وګنل او غوښتنه ئې وکړه چې په نړۍ کې باید ټولې اتمي وسلې له منځه ولاړې شي.

هغه د نړۍ له اتمي قدرتونو څخه وغوښتل چې یو ځل له هیروشیما څخه لیدنه وکړي. د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه نیټه امریکا متحده ایالاتو پر هیروشیما باندې لومړی اتمی بمب وغورځاوه. د اګست په نهمه ناګاساکي د یوه بل اتمي بمب قرباني شو. نن هم د دغو بمي بریدونو له کبله خلک ناروغه دي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دغو دوو اتومي بریدونو د قربانیانو شمیر ۲۸۰ زرو ته رسیږی.