1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هیله لرو چې کرزی بیا ځان و نه نوموي»

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د ناټو عمومي سر منشي په یوه مرکه کې ویلي دي چې ناټو به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان یوازې پری نه ږدي. هغه زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه هیله لري چې ولسمشر کرزی به یو ځل بیا خپل ځان و نه نوموي.

https://p.dw.com/p/15D43
انځور: Reuters

راسموسن د چهار شنبې په ورځ په کنبیریا کې د رسنیو ملي کلب ته وویل: «موږ به افغانستان یوازې پری نه ږدو. موږ به اجازه ور نه کړو چې په افغانستان کې یوه امنیتي خلا رامنځ ته شي.»

په پلان کې ده چې ناټو به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول ۱۳۰۰۰۰ سرتیري راوباسي. یو شمیر کارپوهان ویره لري چې تر دې نیټې وروسته به په افغانستان کې امنیتي خلا رامنځ ته شي او کیدای شي چې دغه هیواد یو ځل بیا د کورنیو جگړو په لور روان شي.

په همدې کال کې به د افغان ولسمشر کرزي کاري دوره هم پای ته ورسیږي. له دې کاري دورې وروسته کرزی حق نه لري چې خپل ځان د دریم ځل له پاره د افغانستان ولسمشرۍ ته ونوموي. په دې اړه راسموسن وویل: «موږ هیله لرو چې ولسمشر کرزی به د افغانستان د اساسي قانون له مخې عمل وکړي چې هغه ته اجازه نه ورکوي چې خپل ځان د دریم ځل له پاره نوماند کړي.»

راسموسن ویلي دي چې نړیواله ټولنه غواړي او مسئولیت لري چې په افغانستان کې خپله لس کلنه پوځي مداخله له کامیابۍ سره پای ته ورسوي.

راسموسن زیاته کړې ده چې هغه په دې خبره پوهیږي چې خلکو د افغانستان د جگړې پر وړاندې خپله حوصله له لاسه ورکړې ده خو د هغه په خبره نړیوال ځواکونه د دې په خاطر په افغانستان کې میشت دي چې غواړي دغه هیواد یو ځل بیا د ترهگرو په اډه باندي بدل نه شي. راسموسن زیاته کړې ده:

«پر بې حوصله گي سربیره هم د ناټو ټولو غړو پریکړه کړې ده چې مخکیني پلان ته متعهد پاته شي چې دغه عملیات له کامیابۍ سره پای ته ورسوي. هغوی په داسې وخت کې هم د افغانستان له عملیاتو سره متعهد پاتې دي چې په هیوادونو کې ئې مالي بحران روان دئ او خلک ئې د دې عملیاتو پر ضد دي.»

د راسموسن په خبره کیدای شي چې د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه په افغانستان کې د خپلو میشتو امنیتي ځواکونو شمیر تر ۲۰۱۴ کال مخکې راکم کړي خو هغوی به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د امنیت د لیږد له بهیر سره متعهد پاتې شي.

راسموسن ویلي دي چې هغه باور لري چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د امنیت ساتلو توان ولري.
د ناټو د عمومي سرمنشي په خبره ولسمشر کرزي ویلي دي چې کیدای شي په افغانستان کې د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې تر ټاکل شوي وخت یو کال مخکې تر سره شي:

«دا به د ولسمشر کرزي پریکړه وي، خو ایساف چمتو دئ چې ځان په دې خبره مطمئن کړي چې د افغانستان ټاکنې په یوه ښه فضا کې تر سره کیږي. ان که ټاکنې په ۲۰۱۴ کال کې تر سره شي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم