1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هیچا ته به د نیابتې جگړې اجازه ور نه کړو»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۵, چهارشنبه

غني ویلي دي چې هیچا ته به په خپل هیواد کې د نیابتې جگړې اجازه ور نه کړي. هغه دغه خبرداری تر هغو څرگندونو وروسته ورکړی دی، چې کېدای شي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه خاوره د هند او پاکستان د نیابتي جگړې ډگر وگرځي.

https://p.dw.com/p/1DtnA
انځور: Reuters/Takaki Yajima

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي، پاکستان او هند چې دواړه اتومي وسلې لري، په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانيا څخه د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته یې اړیکې خرابي شوي دي او ځیني وختونه یې خو آن ترمنځ جگړې هم شوي دي. په هستوي وسلو سمبال هند او پاکستان وخت په وخت یو بل تورنوي چې په افغانستان کې له نیابتي قوتونو څخه په کار اخیستو سره په دغه هيواد کې د خپل نفوذ د ټینگولو په لټه کې دي.

خو له افغانستان څخه د روان میلادي کال تر پایه پورې د ناټو ځواکونو وتلو، داسې انديښنې را پیدا کړي دي چې ښایي د دواړو هیوادونو رقابت افغانستان له لا ډیرې بې ثباتۍ سره مخامخ کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د نومبر۲۶م) په کټمنډو کې د سارک یا جنوبي آسیا د سیمه ییزي همکارۍ ټولني یوې غونډي ته په خپله وینا کې وویل: «موږ به د دې اجازه ور نه کړو چې زموږ خاوره د کوم گاونډي پر ضد استعمال شي. همداشان موږ به هیچا ته پر خپله خاوره د نیابتي جگړې د کولو اجازه ور نه کړو.» په دغه غونډه کې پر نورو سربیره د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او همداشان د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف هم گډون لري.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې تر دې د مخه پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په څرگند ډول پر پاکستان باندي تور لگولی دی چې وسله والو طالبانو ته په پنا ورکولو سره د کابل حکومت د بې ثباته کولو هڅه کوي. پاکستان یو له هغو درو هیوادونو څخه وو چې د طالبانو رژيم یې په رسمیت پيژندلی وو.

اشرف غني په خپلو څرگندونو کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل چې د دولت له خوا د غیر دولتي لوبغاړو ملاتړ کولای شي ویجاړونکي پایلې ولري.

د ولسمشر غني د څرگندونو ترمخه د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي ول، چې که چیرې هند هڅه وکړي چې په افغانستان کې خپل هغه هدف ته چې یو «پاکستان ضد افغانستان» جوړ کړي ورسيږي، نو پاکستان هم کولای شي چې په دې لټه کې شي، څو د «پښتون» له قوم څخه په استفادې سره په مقابل عمل لاس پوري کړي.

د سارک ۱۸ کلنۍ غونډه

د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې د سارک ۱۸مه غونډه د چهارشنبې په ورځ پېل شوه. په دغه غونډه کې د اتو هیوادونو مشران پر سیمه ییزو موضوعاتو باندې بحثونه کوي. د نیپال لومړي وزیر سوشیل کوریلا ویلي دي چې دا د نیپال له پاره د ویاړ ځای دی چې د سارک د ۱۸مي غونډي کوربه توب کوي.

د سارک ټولنه په ۱۹۸۵م کال کې د بنگله دیش، بوتان، هند، پاکستان، مالدیف، نیپال او سريلانکا له لوري جوړه شوه. افغانستان په ۲۰۰۵م کال کې په دغه ټولنه کې شامل شو.