1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګتن د افغانستان د سولی په خبرواتر باندی شک لري، ولي؟

۱۳۸۹ مهر ۲۲, پنجشنبه

تحليلونکي:د اوباما اداره ظاهرا له طالبانوسره د افغان حکومت د سولي له خبرو اترو ملاتړ کوي خو باورنه لري چي دا به په آساني او ژر9 کلني جګړي ته خاتمه ورکړي. ځکه ټاکل شوی پوځي هدفونه تر اوسه پوری لاس ته نه دي راغلي

https://p.dw.com/p/PduF
د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هغه د دفاع وزير رابرتګيتس
د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هغه د دفاع وزير رابرتګيتسانځور: AP

تحليلونکي په دي عقيده دي چي د ولسمشر اوباما اداری اعتراف کړی چي د افغانستان د لانجي د حل لپاره غوره ده د پوځي لارو چارو پر ځاي يو سياسي حل وموندل شي، خو د نوموړي اداره په دي باور ده چي په اوسني وخت کي دغسي شرايط لا چمتو شوي نه دي.

سپيني ماڼي تير اوني رسما له طالبانو سره د افغانستان د روغي جوړي د خبرو اترو يواځي لږ څه مخکي له هغي ملاتړ وکړ چي ولسمشر حامد کرزي وويل، د هغه حکومت له «څه مودي را» په دي خوا له هغو سره په تماس کي دی. له يوي امريکايي تلويزوني شبکي سره په مرکه کي کرزي وويل: «دا غير رسمي خبري اتري ښايي په رسمي خبرو اترو بدل شي، زه ورته هيله من يم.» کرزي دغه خبر وروسته له هغي وکړه چي د سولي يو عالي شورا يي وګمارله تر څو له طالبانود سولي په خبرواترو کي منځ ګړيتوب وکړي.

خو د دی خبرو اترو جزييات تت او تياره پاتي دي. د متحده ايالاتو د SITE نومي استخباراتي ډلي د معلوماتو له مخي طالبانو له افغان حکومت سره د روغي جوړي د خبرو اترو د کولو خبره رده کړي ده.

د د Carnegie Endowment په نامه د نړيوالي سولي يو څيړنيز تحليولونکي،Ashley Tellis، وايي: « د اوباما اداره اصولا د سولي له خبراترو ملاتړ کوي.»

Tellis د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « هغه يعني سپيينه ماڼي نه شي کولاي په ښکاره توګه ووايي چي نه د سولي له خبرو اترو ملاتړ نه کوي، ځکه رسما يي تل دا ويلي دي چي په پاي کي بايد يو سياسي حل پيدا شي.»

د تير کال په دسمبر کي اوباما پريکړه وکړه چي 30 زره اضافي سرتيري افغانستان ته واستوي تر څو د ياغيانو بغاوت ته د پاي ټکي کيږدي، خو په عين وخت کي اعلان وکړ چي د 2011 کال په جولاي کي به دغه سرتيري بيرته په وتلو پيل کوي.

د اوباما ټاکل شوي هدفونه چي پر طالبانو بشپړ پوځي لاس برتوب پيدا کړي، لا تراوسه نيمګړي پاتي دي.

خو د نوموړي څيړنيز مرکز، تحليونکي، Tellis، وايي چي د اوباما اداره نه شي کولاي د طالبانو غوښتني «په بشپړه توګه ومني».

د هغوي يوه ستره غوښتنه دا ده چي د متحده ايالاتو تر مشري لاندي ټول 152 زره بهرني سرتيري له افغانستان څخه ووځي. سر بيره پر دي هغوي دا هم غواړي چي اسلامي شريعت د افغانستان د اساسي قانون يوه برخه وګرځي.

تحليلونکي Tellis زياتوي: « زه فکر کوم چي سياسي حل هغه وخت ممکن دی چي يو يا بل اړخ سمه پوځي ماته وخوري، دا هغه څه دي چي سړي د عمل په ډګر کي ويني.»

د Tellis په نظر د متحده ايالاتو تر مشر ي لاندي د بهرنيو عسکرو زياتولي په همدي هدف ؤ چي پر ياغيانو لاس برتوب وموندل شي،« او هيله ده چي په راتلونکو مياشتو کي د دغه برياليتوب شاهدان اوسو. له دي سره افغان حکومت لاس بري کيږي او بيا کولاي شي چي پر طالبانو باندي د خپلي خوښي شرايط ومني».

دغه راز د بهرنيو اړيکو په هکله د متحده ايالاتو د شورا رييس، Leslie Gelb هم په دي عقيده دي چي د واشنګتن لپاره اوسنی وخت مناسب نه دي چي له طالبانو سره دي د روغي جوړي لپاره د کومي معاملي ملاتړ وکړي. نوموړي کارپوه خپل دغه نظر په يوي امريکايي ورځپاڼي کي تير اوني څرګند کړي دی.

Gelb وايي: «د متحده ايالاتو د حکومت پياوړي مشران لکه د دفاع وزير رابرت ګيتس او د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتن، دواړه په دي عقيده دي، مخکي له دي چي په خبرو اترو پيل کيږي، د واشنګتن او کابل دريځ بايد پياوړي شي.»

د دغه کار پوه په نظر، د دي دريځ پياوړي کول لږ تر لږه 18 تر 24 مياشتي وخت نيسي ، معني دا چي د راتلونکي ميلادي کال د جولاي مياشت د امريکايي سرتيرو د وتلو پيل يو ډير«غټ هدف» دي چي رسيدل ورته ګران ښکاري.

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکی: قاسم نوري