1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګتن: ملا عمر سره نه جوړيږو! ولی

۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعه

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند:« ملا عمر له بن لادن سره تړاو لري. د هغو معلوماتو له مخي چي مونږ يي اوس د هغه په هکله لرو، دی هغه معيارونه نه پوره کوي چي مونږ ټاکلي دي.»

https://p.dw.com/p/Petn
د طالبانو د مشر ملا عمر دغه دوه انځورنه په 1995 او 2001 کال کي د طالبانو د رسمي عکاس، خالد هادي له خوا نيول شوي دي. له هغه څخه ډير لږ عکسونه اخيستل شوي دي.
د طالبانو د مشر ملا عمر دغه دوه انځورنه په 1995 او 2001 کال کي د طالبانو د رسمي عکاس، خالد هادي له خوا نيول شوي دي. له هغه څخه ډير لږ عکسونه اخيستل شوي دي.انځور: AP

د امريکا متحده د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر د افغانستان په راتلونکي کي رغونکي نقش نه شي لوبولي، ځکه ګمان نه کيږي چي هغه دي تروريزم وغندي او يا دي د القاعدي له مشر، اسامه بن لادن له سره له« خپل تړواو» څخه لاس واخلي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت د وياند، PJ Crowley ، يادوني وروسته له هغي عنوانيږي چي د افغانستان حکومت يو لړ پراخي هلي ځلي په لاره اچولي دي چتر څو له طالب اورپکو سره په روانه شخړه کي د حل يوه لاره پيدا کړي.

امريکا متحده ايالات او ناتو د طالبانو له هغو غړو سره د سولي د خبرو اترو ملاتړ کړي چي له زور زياتيو څخه لاس واخلي، تروريستي فعاليتونو څخه مخ واړوي او په عين وخت کي د افغانستان حکومت واکمني او د هغه قوانين ومني.

Crowley وويل: «مونږ هيڅ باور نه لرو چي ملا عمر د هغو کسانو له جملي څخه وي چي له دي پروسي څخه دي استفاده وکړاي شي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند زياته کړه: :« ملا عمر له بن لادن سره تړاو لري. د هغو معلوماتو له مخي چي مونږ يي اوس د هغه په هکله لرو، دي هغه معيارونه نه پوره کوي چي مونږ ټاکلي دي.»

ملا عمر په افغانستان کي د طاابلانو مشر ؤ. په امريکا متحده ايالاتو باندي د 2001 کال د سپمبر په 11 د تروريسيتي حملو څخه وروسته واشنګتن پريکړه وکړه چي په افغانستان کي د طالبانو رژيم نسکور کړي او هلته د القاعدي د شبکي ټغر ټول کړي. متحده ايالات په دي نظر دي چي ملا عمر هم په نوموړو حملو کي لاس لري ځکه هغه اجازه ورکړه چي القاعده د افغانستان له خاوري خخه د خپلو پلويانو د رزوينم لپاره کار واخلي او له هغه ځاي څخه بهرني نړي باندي په تروريسيتي بريدونو لاس پوري کړي.

داسي ګمان کيږي چي ملا عمر له خپلو نژدي پلويانو سره د افغانستان او پاکستان د ګډي پولي په اوږدو کي چيرته پټ وي.

Crowley د دي خبري پخلي وکړ چي متحده ايالات د افغانستان او طالبانو ترمڼح د روغي جوړو د خبرو اترو لپاره آسانتياوو برابرولو کي مرسته کوي، خو هغه په دي هکله زيات جزييات بربنډ نه کړل.

هغه وويل: «مونږ په دي برخه کي آسانتياوي برابرو او له دي پروسي ملاتړ کوو.»

د نيويارک تايمز ورځپاڼي د پنجشنبي په ورځ رپوټ ورکړ چي امريکايي ځواکونه د طالب مشرانو ته اجازه ورکوي چي هري خواته سفرونه وکړي تر څو د افغانستان د حکومت له استازو سره وويني.