1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن د قطر په هکله ضد او نقيضې اشارې لري

۱۳۹۶ خرداد ۲۰, شنبه

رېکس ټيلرسن، د قطر په وړاندې د لګېدلو بنديزونو راکمېدل غواړي خو دونلد ترمپ بيا پر قطر انتقادونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/2eS4b
Katar - Doha
انځور: DW/M. Kos

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، رېکس ټيلرسن، د قطر په وړاندې د لګېدلو بنديزونو راکمېدل غواړي. خو د هغه مشر او د امريکا د متحده آيالاتو جمهور رئيس، ترمپ د خليج پر دغه هېواد باندې انتقاد کوي چې ښايي ډېر عمر يې له تروريستانو څخه ملاتړ کړی وي.

له واشنګټن څخه قطر ته متفاوتې اشارې وشوې. د متحده آيالاتو خارجه وزير، رېکس ټيلرسن د خليج پر هېوادونو غږ کړی دی چې د قطر په وړاندې لګول شوي بنديزونه دې راکم کړي.

هغه د خبريالانو په حضور کې وويل چې د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له خوا د قطر انزوا، اوس لا په دغه هېواد کې د مېشتو خلکو له پاره منفي پايلې لري. سربېره پر دې د داعشي مليشو په وړاندې د متحده آيالاتو په مشرۍ کېدونکې مبارزه هم د ده په خبره اغېزمنه شوې ده. ټيلرسن وويل:«موږ تمه لرو چې دغه هېوادونه دې سمدلاسه د ترينګلتيا د راکمولو په لور ګامونه واخلي او د ښه نيت څرګندونه دې وکړي، څو د ټولو ښکېلو اړخونو له پاره خنډونه له منځه يوسي.»

تيلرسن د خپلې دغې غوښتنې استدلال داسې هم وکړ چې پر قطر وضع شوي بنديزونه د قطر د ولس له پاره «بشري» پايلې هم لري لکه د خوراکي موادو قلت او دا چې هغه د متحده آيالاتو او نورو هېوادونو تجارتي فعاليتونو ته هم په سيمه کې صدمه رسوي.

په دې ترتيب يې د ولسمشر دونالد ترمپ، له څرګندونو څخه فاصله ونيوله چې يو څو ورځې مخکې يې د خليج د هېوادونو له پرېکړې څخه هر کلی کړی وو. ترمپ په قطر باندې يو ځل بيا تور ولګاوه چې له تروريزم څخه ملاتړ کوي. ترمپ د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وويل: «قطر له بده مرغه د کلونو راهيسې په لوړه کچه د تروريزم يو تمويلونکی هېواد دی.»

د ده په خبره بايد دغه کار نور بند شي. تيلرسن هم له قطر او همداراز له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې د تروريزم له ملاتړ څخه دې لاس واخلي. سعودي عربستان، مصر، بحرين او نور هېوادونه بيا پر قطر د دغسې کارونو د تر سره کولو تور لګوي چې له کبله يې ورباندې بنديزونه لګولي دي. خو ټيلرسن وويل چې ټولې خواوې بايد زياتې هڅې پيل کړي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير وويل: «د قطر امير په دې کې پرمختګ کړی چې دغه مالي ملاتړ بند او تروريستي عناصر له هېواده څخه وشړي، خو هغه بايد زياتې هلې ځلې وکړي او دا هر څه بايد لا چټک او ژر وشي.»

د ده په خبره «بايد نور هېوادونه هم په خپلو حدودو کې د تاوتريخجنو سازمانونو له ملاتړ څخه لاس واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د متحده آيالاتو د دفاع وزارت چې د قطر د العُديد نومې هوايي اډې څخه د داعش په وړاندې جګړه کې کار اخلي، د بنديزونو له کبله د امريکايي پوځ د اوسنيو ماموريتونو له پاره کوم خطر نه ويني. يوه وياند ويلي چې نه کوم خنډ او نه کوم ځنډ پکې راغلی دی. په دغه هوايي اډه کې د امريکا د متحده آيالاتو او د نورو متحدينو څه باندې ۱۱ زره عسکر ځای پر ځای شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.06.2017):