1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن پوست: NSA یو سوپر کمپیوتر جوړي

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ دی ۱۳, جمعه

د واشنگټن پوست د یو رپوټ له مخې، NSA اوس د داسې یوه «سوپر کمپیوتر» د جوړولو په هڅه کې ده چې د ډیرو کمپیوتري کودونو د ماتولو توان به ولري. سوپر کمپیوترونه په عین حال کې د ډیرو مغلقو محاسبو د ترسره کولو توان لري.

https://p.dw.com/p/1Aki9
انځور: picture-alliance/dpa

واشنگټن پوست دغه خبره د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتي ادارې (NSA) د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، له خوا د بربنډو شویو معلوماتو پر اساس کړې ده. واشنگټن پوست ویلي دي چې دغه «سوپر کمپیوتر» اوس تر کار لاندې دی او تر بشپړیدو وروسته د طبي، بانکي، سوداگري او دولتي معلوماتو د د کودونو د ماتولو له پاره کاریدای شي. زیاته شوې ده چې دغه کمپیوتر به د هغو معلوماتو کودونه مات کړي چې په انترنت کې د وگړو او سازمانونو په اړه ثبت شوي دي.

ویل شوي دي چې دغه کمپیوتر په ساري توگه له عادي کمپیوترونو چټک دی. د واشنگټن پوست په حواله د دې کمپیوتر جوړول د یوې ۷۹.۹ میلیون ډالري پروژې برخه وه. دغه پروژه د NSA له خوا «سختو اهدافو ته د ننوتو» په نوم یاده شوې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې ډیر شمیر ساینسپوهانو لا پخوا د یوه «سوپر کمپیوتر» د جوړولو هڅې پیل کړې دي. په داسې حال کې چې لا تر اوسه پورې دا خبره روښانه نه ده چې د سوپر کمپیوتر د جوړولو په برخه کې د NSA هڅې تر کوم حده پورې مخکې تللي دي خو کارپوهان وایي چې دا له امکان څخه لیري ده چې NSA دې پرته له سانسپوهانو د ټولنې له مرستې د دې کمپیوتر د جوړولو چارې پر مخ بیولې وي. پر NSA سربیره یو شمیر خصوصي شرکتونه هم هڅه کوي چې یو سوپر کمپیوتر جوړ کړي.

د مسیچوستس د تکنالوژي له انستیتیوت څخه سکات ارنسون، وايي: «دا له امکان څخه لیري ده چې NSA دې له خصوصي سکتور څخه د دوی له خبرتیا پرته د یوه سوپر کمپیوتر د جوړولو په چارو کې مخکښه وي.» واشنگټن پوست ویلي دي چې NSA د دغه رپوټ په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په امریکا متحده ایالاتو کې د معلوماتو د راټولو په اړه بحثونه

تر هغه وروسته چې ایدوارد سنودن د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي پروګرامونو په اړه معلومات بربڼد کړل، متحده ایالات تر سختو نړیوالو نیوکو لاندې راغی او په پخپله دې هیواد کې هم په دې اړه بحثونه رامنځ ته شول. پر سنودن باندې د NSA په اړه د معلوماتو د خپرولو له کبله د جاسوسي (خیانت) تور لګول شوی دی. سنودن اوس په روسیې کې ژوند کوي چیرې چې هغه د یوه کال له پاره موقتي پناه ترلاسه کړې ده.

تیره اوونۍ یوې امریکایي محکمې وویل چې د امریکایي استخباراتي سازمان له خوا د تلیفونو معلومات راټولول قانوني کار دی، دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې بیا یوې بلې محکمې دغه کار د امریکا د اساسي قانون پر خلاف بللی وو. اوس نو کیدای شي چې ستره محکمه په دې اړه پریکړه وکړي.

پر دې سربیره اوس ولسمشر بارک اوباما هغه سپارښتنې څیړې چې ورته د یوه هیات له خوا په NSA کې د اصلاحاتو په موخه وړاندې شوی دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب