1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن: ايران ته د نزدې کیدو وخت نه دئ

۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د لاتين امريکا هيوادونو ته د ايران سره له نزدې کیدو څخه خبرداری ورکړی دئ. دا په داسې حال کي ده چي د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد، به په نزدې راتلونکي کي د وينيزويلا له هيواد څخه کتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/13fnz
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندهانځور: AP

امريکا د لاتين یا جنوبي امريکا هيوادونو ته خبرداری ورکړی دئ چي د ايران سره دي د خپلو اړيکو د لا ښه کولو هڅې نه کوي. د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندي، ويکټوريا نولانډ، د جمعې په ورځ وويل چي ايران د انزوا په حالت کي دئ. د نوموړي په وينا له دغي انزوا څخه د راوتلو له پاره ايران هڅي کوي چي نوي ملگري پيدا کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په داسي حال کي دا څرگندوني کوي چي د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد، د يکشنبې په ورځ د لاتيني امريکا پنځه ورځنی سفر پېلوي. يکټوريا نولانډ ويلي دي:

«موږ د نړۍ ټول هيوادونه غواړو پوه سوو چي اوس د ايران سره د اړيکو د پراخېدو وخت نه دئ.»

نولانډ زياته کړې ده چي د نړۍ هيوادونه دي د ايران سره نه اقتصادي نه سياي او نه هم امنيتي اړيکي پراخوي. د هغې په خبره په اصل کي اوس ايران له پاره د عمل کولو وخت رارسېدلی دئ ترڅو خپل نړیوال مسئوليتونه پر ځای کړي.

دا په داسې حال کې ده چي د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد، به د يکشنبې په ورځ د وينيزويلا هيواد ته خپل سفر پېل کړي. د دې تر څنگ به احمدي نژاد د نکاراگوا، کيوبا او له ايکوادور هيوادونو څخه هم ليدنه وکړي.

ايران غواړي اوس له هغو هيوادونو سره خپلي اړيکي لا ښې کړي چي چپي حکومتونه لري. په دې توگه ايران هڅه کوي چي په دغو هيوادونو کي ځان ته نوي بازارونه پيدا کړي او پر خپل اقتصاد د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا د لگول سوو او يا ممکنه نوو بنديزونو منفي اغېزي را کمي کړي.

د ايران او متحده ايالتو اړيکي د ايران د اټومي پروگرام د لانجې له کبله له زيات وخت راهيسي خړي پړي دي. ايران وايي چي اټومي پروگرام ئې سوله ييز دئ خو امريکا او یو شمېر نور لوېديځ هيوادونه چي اروپايي ټولنه هم پکښي راځي دا شک لري چي ايران په پټه د اټومي وسلو پر جوړولو کار کوي. د ايران د اټومي پروگرام په هکله خبري اتري تقريبا يو کال تر مخه بېله کوم پرمختگ څخه ودرول سوې.

د ايران د شخړيز اټومي پروگرام له کبله دغه هيواد مخکي ترمخه لا له يو شمېر نړیوالو بنديزونو سره مخامخ دئ. په داسي حال کي چي اروپايي ټولنه پر ايران د نوو بنديزونو موضوع تر بحث لاندي نيسي، ايران يوه اونۍ تر مخه گواښ وکړ چي که ئې د تيلو پر صادراتو بنديزونه ولگول سي، نو د هرمز سمندري  تنګی به بند کړي. د هرمز سمندري لاره د لوېديځ هيوادونو لپه اره د تيلو د رسیدو تر ټولو مهمه لاره ده. د نړۍ ۴۰ فيصد د تيلو ټرانسپورټ له دغي لاري تر سره کيږي.

د ايران د دغه گواښ په بدل کي امريکا هم ژر غبرگون و ښود. د امريکا سمندري پوځ ويلي ول، چي د اړتيا په وخت کي به خپل سمندري ځواک په کار واچوي.  

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش