1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن: جرگه به کرزی ته د يو رښتيني افغان مشر بڼه ورکړي

۱۳۸۹ خرداد ۹, یکشنبه

څارونکي او څېړونکي په دې ډاډه نه دي، چې د دې جرگې څخه به ډېرڅه حاصل سي، بلکي د کرزي غوښتني ته به په اصطلاح يو ښوی مخ ورکوي...

https://p.dw.com/p/Nd9M
ولسمشر حامد کرزی د اساسي قانون په لويه جرگه کي
ولسمشر حامد کرزی د اساسي قانون په لويه جرگه کيانځور: AP

د رويتر آژانس د افغانستان جرگو ته په کتنه سره ليکي، د افغانستان د پلازمېني په يوې ليرې برخه کې د يوې پښتې په لمن کې يوه دړه اېښول شوې او دا انځوروي، چې په تېرو وختونو کې افغانانو په سختو حالاتو کې خپلې ربړې او ستونځې جرگو يا لويو جرگو ته د سپين ږيرو او مخورو په رابللو سره څه ډول حل او فصل کولې. تيت پاڼې هم طالبانو ته په مخ ور اړولو سره دا لرغونی پښتو متل راوړي، چې که ته وايې چې زه يم او زه وايم چې زه يم، نه به زه يم نه به ته يې، او که ته وايې چې ته يې او زه وايم چې ته يې، هم به ته يې هم به زه يم هم.

دا نرم نرم پيغام د اولسمشر حامد کرزي د هغو کوششونو يوه برخه ده، چې په داسې وخت کې طالبانو ته مخ کړي، په کوم کې چې د هغوی فعاليت سخت پياوړی او د امريکې مشر بارک اوباما هوډ کړی،چي د2011 ميلادي کال په نيمايي کې به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل کوي.

په 2001 ميلادي کال کې د طالبانو له رانسکورېدنې څخه وروسته تر اوسه پورې د افغانستان مشر حامد کرزي، د جون د مياشتې له 2 نېټې څخه تر5 نېټې پورې يوه جرگه راغوښتې، تر څو دا خوښه ورکړي، چې څه ډول ښايي د روغي جوړي په خبرو پيل وکوي.

استازي يا د جرگې غړي به د خپلو بحثونو په لړ کې پر هغې مسودې باندې هم غور کوي، چې څه ډول د طالبانو عادي جنگيالي افغان پوځ او څارندوی ته راشامل کړی شي، څه ډول د يو شمېر طالب مشرانو نومونه د امريکې له تور لست نه وايستل شي او په يوه بل اسلامي ملک کې ورته د پناه ورکونې امکانات برابر شي، تر څو وکولی شي له دوی سره په خبرو کې برخه واخيستی شي.

څارونکي او څېړونکې په دې باندې ډاډه نه دي، چې له دې جرگې نه به ډېرڅه حاصل شی، بلکه د کرزي غوښتنې ته به په اصطلاح هسې يو ښوی مخ ورکوي. دا په دې معنی چې په ظاهره به ورته هو وايي، خو په زړه کې به ورسره مخالف وي.

په کابل کي د لويې جرگې تر خېمې لاندي گډونکونکي
په کابل کي د لويې جرگې تر خېمې لاندي گډونکونکيانځور: AP

په واشنگټن کې د اولسمشر اوباما يوه مرستيال ويلي دي: "کومه هيله چې موږ له دې بهير څخه لرو، هغه دا ده، چې کرزي ته به د يوه رښتيني افغان مشر بڼه ورکوي".

دې کارمند، چې د خپل هوېت له څرگندولو څخه يې ډډه کړېده، زياته کړې: "دا د يوې د اهميت وړ پروسې پيل دئ او د افغانستان حکومت به د وړاندې پرمختگ په هکله د مشورو تر لاسه کولو هڅه کوي". د ده له قوله به د واشنگټن حکومت په دې افغاني کار کې لاس نه وهي.

رويترز ليکي، که څه هم لويه جرگه د افغانستان د پښتنو دود او دستور ده، خو د هېواد له گوټ گوټ څخه به د هر توکم او ډلې استازي برخې پکې ولري.

په هغوی کې به د افغانستان د ديني پوهانو له شورا څخه استازي، د ملکي ټولنو د چارو له مسئولانو څخه استازي، او هم په پاکستان او ايران کې د اوسېدونکو افغان مهاجرو شته وي. په جرگه کې به د ښځو ونډه په سلو کې 20 برخې او 200 تنه څارونکي هم برخه لري، د کومو په ډله کې به چې بهرني دپلوماتان هم شامل وي.

په جرگه کې به د طالبانو لخوا څوک نه وي.

واشنگټن او لويديزو ملگرو يې طالبانو ته د رسېدلو په منظور له هر ډول افغاني ابتکار څخه د ملاتړ غږ کړی دئ، خو په دې شرط چې هغوئ به د افغانستان اساسي قانون مني، له زورزياتي څخه به لاس اخلي او د القاعدې سره به اړيکې نه لري.

AG/ محمد عارف وردگ

کتونکی. زيارمل