1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وباما او رومني دریمه او وروستې تلویزوني مناظره تر سره کړه

۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16UuA

په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو څخه دوه اونې مخکې، د دغه هیواد د ولسمشر بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو د حزب څخه د هغه رقیب میت رومني، په خپله دریمه او وروستۍ تلویزیونی مناظره کې، تر ټولو زیات د خارجی سیاست پر موضوعاتو خبرې وکړې. د دې مناظرې په پیل کې چې د کالیفورنیا له ایالت څخه خپریده، میت رومني د القاعدې د مشر بن لادن د وژلو مبارکي ورکړه خو په عین حال کې یې په عربي هیوادونو کې د اعتراضونو پر مهال د اوباما د قوی رهبرې د نشتوالی په اړه خبرې وکړې. جمهور رئیس اوباما په خپل وار رومني پر دې تورن کړ چې د خپل بهرني سیاست په موضع کې مدام بدلون راولي. په هغه ټول پوښتنه کې چې CNN او ORC ترسره کړې، زیاتره لیدونکو ویلي دي چې اوباما په دې مناظره کې وړاندې وو.