1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد ارشد: د افغانستان پلي ته نژدې 12 تنه توندلاري وژل سوي

۱۳۸۶ مرداد ۱۷, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې نن يي د افغانستان پولي ته نژدې يو شمير توند لارې اسلامي وسلوال وژلي دي

https://p.dw.com/p/DKDW
په دې بريد کې يې د چورلکو او هوانونو څخه هم کار اخستی د ی
په دې بريد کې يې د چورلکو او هوانونو څخه هم کار اخستی د یانځور: AP
د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد نن خبري رسنيو ته ويلي چې د افغانستان پولي ته څېرمه 12 تنه اسلامي توند لاري وژل سوي او يوشمير نور ټپيان سوي دي.
بله خوا ناتائيد سوي رپوټونه وايي چې په وژل سوو کسان کې د 6 څخه تر 8 پوري بهرني جنگيالي چې عربان تاجکان او چچنيايان هم شامل دي.
د پوځ وياند ويلي دي چې د پاکستان پوځ د توندلارو اسلامي ډ لو پرشکمنو پټن ځايونوباندي بريد کړی چې په پايله کې يې دغه کسان له ومنځه تللي.
نوموړي ويلي چې ميرانشاه ته نژدې په دې بريد کې يې د چورلکو او هوانونو څخه هم کار اخستی د ی.