1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: امريکا ته د ولمشر سفر فوق العاده اهميت لري

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر تيره ورځ ويلي دي، په راتلونکې اونۍ کي افغان ولسمشر حامد کرزی د امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړي...

https://p.dw.com/p/NEei
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

کرزی ښايي په دې سفر سره هغه خړه پړه فضا بيرته روښانه کړي،چي د کابل لخوا پر خپلو لويديځو متحدينو باندي د سختو نيوکو څخه وروسته د کابل او واشنګټن پر اړيکو باندي توري وريځي ګرځي.

د کرزي وياند وويل، چي راتلونکی سفر د جمهور رييس لپاره خورا اهيمت لري:

کرزي ويلي ول، چي د خلکو د رايو د لاري جمهوري رياست ته د هغه بيارسيدل په لويديځو رسنيو کي پرته د کوم دليل څخه تر نيوکو لاندي نيول سوی و او د هغه په خبره« بهرنيو حکومتو» غوښتل چي په ټاکنو کي لاس وهني وکړي.

وحيد عمر يادونه وکړه:« موږ هيله من يو چي د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ اړيکي نوري هم ښې سي.» هغه زياته کره: د افغانستان د حکومت له نظر دا سفر « فوق العاده» اهميت لري.

کرزی د مي پر 12 په واشنګتن کي د جمهور رييس بارک اوباما سره ګوري. وروسته له هغي چي کرزی يوار بيا جمهوري رييس و ټاکل سو دا متحده ايالاتو د هغه لومړی سفر دی.

تيره مياشت اوباما ناببره افغانستان ته سفر وکړی او هلته يې د خپلو سرتيرو سره تر يوي ليدني کتني وروسته له کرزي سره هم وليدل.

وحيد عمر وويل چي افغان حکومت هيله من دی،چي د جمهور رييس کرزی دغه سفر د « تروريزم ضد جګړې په ستراتيژي کي بدلون رامنح ته کي».

خو عمر د دغي ستراتيژي د تړون په هکله نور معلومات ور نه کړل چي هدف څه دي.

کار پوهان وايي، چي په کندهار کي د ياغيانو پر ضد د ستري حملې څخه تر مخه واشنګټن ته د کرزي سفر مهم دی. ترڅو هغه اندېښنې، چي د افغانستان جمهور رییس په کندهار کي له قومي مشرانو سره په خپله وروستۍ لېدنه کتنه کي يادي کړې، روښانه کړي.

کرزي ويلی ول که چيري د کندهار خلک ددې عملياتو مخالفت وکړي،هغه به يې مخنيوی وکړي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل