1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: د اوباما د افغانستان د ستراتيژۍ پر ارزونه باندي نيوکه لرو

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

د افغانستان لپاره د امريکا د ستراتيژۍ د ارزوني ځيني برخي د افغان دولت له نيوکو سره مخ سوي.واشنګټن دغه ستراتيژي تر ډيره بريالۍ ارزولې ده.

https://p.dw.com/p/QgaB
د ولسمشر کرزی وياند وحيد عمر
د ولسمشر کرزی وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

خو افغان دولت وايي کيدای سي چي د تير يو کال لاس ته راوړني چي امريکا ورباندي حساب کوي بيرته هم د لاسه ووزي.

د جمهورريس کرزي وياند وحيدعمر نن په يوه خبري غونډه کي وويل چي افغان حکومت د دغه ستراتيژۍ ځيني برخي نيمګړي بولي او له واشنګټن څخه غواړي چي له سره ورباندي غور وکړي.

عمر وايي، امريکا په خپله ستراتيژۍ کي د افغانستان د حکومتي ادارو پر وده او د افغانانو په اقتصادي پرمختګ هيڅ تمرکز ندی کړی.

« په دغه ستراتيژۍ کي د افغانانو د سر او مال پر خوندي توب باندي چندان تمرکز ندی سوی، له افغان دولت سره د موازي ادارو په له منځه وړلو چي د نړيوالي ټولني له خوا يې ملاتړ کيږي او دغه راز د ولايتي بيا رغاوني د ډلو د رول بدلول هم هغه مسلې دي چي افغان دولت يي په دغه ستراتيژۍ کي ځای پر ځای کول غواړي».

د کرزي وياند وايي دوی ډاډه دي چي بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانان يوازي نه پريږدي.

نوموړي د آلمان ږغ راډيو د هغه پوښتني په جواب کي چي که چيري د بهرنيو ځواکونو اوسنی شمېر په راتلونکو څلورو کلونو کي دوه او يا هم درې ځله کم سي نو افغان ځواکونه به د ملک امنيتي چارو ته اوږه ورکړي که نه وويل:

« دا يو واقيعت دی چي نړۍ به تل په افغانستان کي نه وي، افغانان به هرو مرو د خپل ملک چاري په غاړه اخلي خو په دې شرط چي نړيواله ټولنه زموږ کورني ځواکونه تجهيز او ورته ښه روزنه ورکړي. د ملک امنيتي چاري به کرار کرار افغان ملي پوليس، ملي پوځ او افغان ځوانان په غاړه اخلي خو له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په بشپړه توګه بهرنيان له افغانستان څخه نه وزي».

Obama Afghanistan USA Pakistan Clinton Weißes Haus
انځور: AP

د ولسمشر کرزي وياند د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن د هغو څرګندونو په اړه محتاطانه دريځ غوره کړی چي ويلي يې دي ځواکونه به يې تر ۲۰۱۴ کال پوري بې له کوم قيد او شرط څخه له افغانستان څخه وزي پرته له دي چي د دغه ملک حالات وڅېړي.

عمر وايي ښايي د بايډن له خبرو غلط تعبير سوی وي دا ځکه چي د ليزبن د هوکړي له مخه بهرني ځواکونه امنيتي حالاتو ته په کتو سره له افغانستان څخه وتل پيلوي.

هغه دغه راز وويل چي د امريکا سره به هم په راتلونکي کال د ستراتيژيکي همکارۍ تړون لاسليک سي.

د خصوصي امنيتي کمپنيو بې وسلې کول هغه مسله ده چي افغان دولت يې اوس په جديد سره څاري.

تيره اونۍ غربي مطبوعاتو خبر ورکړی وو چي د وطن رسک منجمنت په نامه امنيتي خصوصي کمپنۍ د امريکا له لوري ځګه په تور ليست کي شامله سوې چي د ولسمشر کرزي په خپلوانو پوري تړلې ده او پس له دي ورته امريکا قرادادونه نه ورکوي.

خو د ولسمشر وياند د وطن وسله والي امنيتي کمپنۍ سره د حامد کرزي شخصي تړاو رد کړی.

« ولسمشر هيڅ کله د کومي شخصي کمپنۍ مالک نه و، نه يې هم نږدې خپلوان داسي کومه کمپنۍ لري، موږ پر خپله پريکړه ولاړ يو چي ټولي امنيتي کمپنۍ به لغوه کوو پرته له دې چي وګورو دا کمپنۍ د چا او په چا پوري تړلي دي».

د يادولو وړ ده چي امريکايي ځواکونو له تيرو څو کلونو راهيسي د افغانستان د امنيت په برخه کي تر ډيره پر شخصي امنيتي کمپنيو تکيه کوله.

خو افغان دولت وايي چي د دغو کمپنيو پر ځای بايد کورني ځواکونه تقويه او په پرمختللو وسلو سمبال سي تر څو له يوه لوري ولسي خلک د دغو شرکتونو له شر څخه خلاص سي او له بل لوري تر ۲۰۱۴ کال پوري کورني عسکر مسوليتونو اخيستلو ته چمتو سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل