1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: کرزي د لوړ پوړو طالبانو سره ندي کتلي

۱۳۸۹ آبان ۱۱, سه‌شنبه

اسوشيتت پرس آژانس تيره ورځ د کرزي او لوړ پوړو طالب مشرانو د خبرو په اړه راپور ورکړی. خو د ولسمشر وياند دا راپور نه ردوي.

https://p.dw.com/p/Pw1V
د جمهورريس حامد کرزي وياند وحيد عمر
د جمهورريس حامد کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

اسوشيتت پرس آژانس د لومړي ځل لپاره تيره ورځ د دغو مذاکرو څخه پرده پورته کړه.

په راپور کي ويل سوي ول چي ولسمشر کرزي له درو لوړ پوړو طالب چاراکو سره په کابل کي د بندو دروازو تر شا خبري کړي دي.

ويل کيږي چي په دغه سياسي ډيالوګ کي د طالبانو د واکمنۍ د ننګرهار والي مولوي کبير، ملا صدراعظم او انور الحق مجاهد ګډون درلود.

خو د جمهورريس حامد کرزي وياند وحيد عمر د يوې خبري ناستي پر مهال دغه رپوټونه نا سم وبلل.

عمر وويل چي دغه طالبان له پيښور څخه د چورلکي په مټ کابل ته ندي راوړل سوي او نه يي هم د ښار په يوه هوټل کي دوې شپې کړي هغه څه چي اسوشيتت پرس آژانس ترينه يادونه کړي وه.

«دا درې کسه کابل ته ندي راغلي، له ولسمشر سره يي ندي کتلي، او ويل سوي چي دوې اونۍ مخکي کابل ته راغلي ول دا يوه عفوا ده ، د سولي عالي شورا جوړه سوې، موږ هيله لرو چي خبري اتري د سولي د شورا له لوري تر سره سي».

د بلي خوا د ايساف ځواکونو هم په کابل کي د افغان ولسمشر او طالب استازو تر منځ د خبرو اترو د تر سره کيدو پخلی وکړی.

د ګڼ مليتيزه ځواک يوه وياند وويل چي د دوی تړون د سولي په لار کي د افغان دولت د هر ګام ملاتړی دی.

په کابل کي د دغو ځواکونو ملکي استازي ډومنيک ميډلي وويل « موږ له داسي ملاقاتو خبر يو، د ناټو سرمنشي هم تل ويلي چي پريږدی دغه ليدني کتني افغاني وي».

ها خوا د طالبانو يوې سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سي له يوه نا څرګند ځای څخه نن په کابل کي دويچه ويله ته دا خبري اتري بې ازښته بللي چي په وينا يې دغه کسان پر شورشي ډلو نفوذ نه لري.

په همد حال کي د سولي عالي شورا د طالبانو غوښتي چي د سولي دپاره له دوی سره وګوري.

د دغي شورا وياند قيام الدين کشاف. د سياسي ډيالوګ لپاره مخامخ خبري اتري اړيني وبللي.

هغه وايي تر اوسه پوري د طالبانو سره خبري اتري ندي سوي، کله چي خبرو ته سره کښېناستو، پر هغو مسايلو به لکه اوربند، د تور ليست مسله او د طالبانو د استازو د مصونيت تظمين پر سر به خبري وکړو.

د افغانستان د لانجي د هوارولو لپاره له تيرو دوو مياشتو راهيسي تودي منډي ترړي پيل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان او پاکستان لپاره د واشنګټن استازي ريچارد هولبروک هم په دي ورستيو کي ويلي چي تر اوسه پوري د عالي رتبه طالب چارواکو او افغان حکومت تر منځ خبري ندي سوي.

که چيري په ريښتيا هم په کابل کي د کرزي او درو تنو طالب چارواکو ترمنځ خبري سوي وي نو په دغو درو تنو کي مولوي عبدالکبير هغه کس دي چي په پيښور کي د ټولو افغاني طالبانو مشري په غاړه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل