1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وردک: د امریکا مرستي حياتي ارزښت لري

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان او امریکا د دفاع وزیرانو تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه خبرې کړي دي. دواړه وزیرانو د اوږد مهاله امنیت په برخه کي پر همکاریو ټینگار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14bQZ
انځور: AP

دوې ورځي له هغه وروسته، چې متحده ایالاتو او افغانستان د شپني عملیاتو پر سر یوې موافقې ته ورسیدل، د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د افغانستان له دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ او د کورنیو چارو وزیر، بسم الله محمدي سره په پینتاگون کې لیدلي دي.

دغه لیده کاته چې د سه شنبې په ورځ تر سره شول، رحیم وردگ وویل چې هیواد ئې غواړي له متحده ایالاتو سره د همکاریو دوامداره او اوږد مهاله اړیکي ولري:

«موږ ويلای شو چي دغه اوږد مهاله همکاري زموږ د هیواد د ژغورني له پاره حیاتي ارزښت لري.»

لیون پنیتا چې تر څنگ ئې د متحده ایالاتو د پوځونو مشر جنرال مارتین دیمپسي، هم ولاړ وو، وویل چې غواړي د ستراتیژیک تړون پر سر یوې موافقې ته د رسیدلو له پاره له خپلو افغاني همکارانو سره خبري وکړي:«دا به د کابل او واشنگټن تر منځ د اړیکو په پرمختگ کي یو بل گام وي.»

پنیتا د شپني عملیاتو پر سر توافق تر ۲۰۱۴کاله پوري په تدریجي ډول د امنیت سپارلو بهیر له پاره یو مهم گام وباله:

«دا واقعیت چې موږ د دې توان لرو چي یوې موافقې ته سره ورسیږو، زما په نظر پرهغه لور یو مهم گام دئ، چي دا یقیني کړو چې دغه عملیات به افغانانو ته وسپارل شي، خو دغه کار به په مسئولانه توگه تر سره سي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر زیاته کړې ده چې غواړي له افغان چارواکو سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د راتلونکي په اړه خبري وکړي.

په دې وروستیو وختونو کې د متحده ایالاتو ځینو قوماندانانو دې خبري ته اشاره کړې وه چې ښایي د افغانستان د امنیتي ځواک د شمیر د زیاتوالي په لومړني پلان کي بدلون راسي. ځکه چې هغه پلان چي د امنيتي ځواک د زیاتوالي له پاره مخکي جوړ شوی وو، ډير لگښت ورباندي راځي، او ددې مصرف زیاته برخه د متحده ایالاتو پرغاړه ده.

د افغانستان د دفاع وزیر لا تر مخه ویلي ول چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د ټول هیواد د امنیتي ځواک کلنی مصرف پنځه میلیاردو ډالرو ته ورسيږي.

پنیتا په خپلو خبرو کي وړاندي وویل چې متحده ایالات او افغانستان د یوه خپلواک افغانستان د جوړولو له پاره گډ هدف لري.

د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ د امريکا د متحده ایالاتو دوامداره همکاري او مرستي د افغانستان د راتلونکي ثبات له پاره حیاتي او ارزښت لرونکي وبللې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل