1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وردگ: د هيواد حالات د تمي خلاف پر ښه کيدو دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د افغانستان د دفاع وزير طالبان ډير ناتوانه بولي خو په ورته وخت کي د هغوی بهرني ملګري له تکتيکي اړخه ډير غښتلي بولي.

https://p.dw.com/p/11396
د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ
د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگانځور: DW/Behrad

جنرال وردګ چي د ولسي جرګې دفاعي کميټې ته د جواب ورکولو لپاره د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت ادارې له مشر سره يو ځای ورغوښتل سوي ول د ملک حالات د کنټرول او قناعت وړ وبلل.

جنرال وردګ د بهرنيو جنرالانو هغه وړاندويني نا سمي وبللې چي ګواکي د هوا په توديدو سره به په افغانستان کي د جګړو څپه يو ځل بيا زور واخلي.

نوموړي طالبان ډير ساده جنګيالي وبلل خو د هغوی بهرني ملګري يې ډيرغښتلي ياد کړل، چي په وينا يې په هيواد کي دننه جګړه يې سخته کړې ده.

« په عمومي وضع کي چي توقوع وه سږ کال به د هر کال په څير په پسرلي کي د جنګ شدت زيات سي، هغه وضع نده او د تمي خلاف حالات ډير ښه دي».

د وردگ دغه ادعا څو ورځي وروسته تر هغه کيږي چي يوه ځانمرګي بريدکونکي د دغه وزارت په دننه کي د نوموړي د وژلو ناکامه هڅه وکړه.

جنرال وردګ د لومړي ځل لپاره ومنله چي پر ده باندي دغه پلان سوی بريد د دفاع وزارت د يو شمير کارکونکو په مرسته جوړ سوی وو او په دې باب تحقيقات روان دي.

خو د ولسي جرګې د دفاعي کميټې غړي شير ولي وردګ د دفاع وزير څرګندوني تر ډيره بريده رد کړې او ويويل چي دا بايد روښانه سي چي په دفاع وزارت باندي بريد د دښمن د قوت څرګندويي کوی او که بهرنيان په دغه بريد کي لاس لري.

« دښمن دومره قوی دی چي غواړي زما وزير په خپله چوکۍ کي له مينځه يوسي، ايا دا دښمن دی که زموږ دا بهرني دوستان چي دلته راغلي، او په دي باندي زموږ سر خلاصيږي چي ايا دښمن مو ډير قوی سوی او که ايا زموږ دا بهرني دوستان غواړي دا وښيي چي افغانان دومره بې ظرفيته دي چي په خپل وزارت کي هم کنټرول نه لري».

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د وکيلانو انديښني بې ځايه وبللې او زياته يي کړه چي وسله والو طالبانو له کورنيو ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي نو ځکه په غلچکيو او ځانمرګو بريدونو لاس پوري کوي.

د پارلمان دفاعي کميټې ته د حالاتو په اړه د توضيحات په موخه د ملي امنيت اداري ريس رحمت الله نبيل هم را غوښتل سوی وو.

نبيل وکيلانو ته وويل چي دوی د هيواد د امنيت د ښه کولو لپاره يو شمير وړانديزونه لري چي له دوی سره به يې د بندو دروازو تر شا شريک کړي.

د پلازميني په ګډون د افغانستان يو شمير ولايتونه په دې ورستيو مياشتو کي د سختو نښتو او ځانمرګو بريدونو شاهدان ول.

له کندهار، ننګرهار، کندز، پروان او هلمند څخه نيولي بيا تر خوست او پلازميني کابل پوري دغه بريدونه ترسره سوي دي، چي ګڼه مرګ ژوبله يي هم له ځان سره لرلې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل