1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځني اتلان

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

یوه ژورنالیسته او دوه مدافع وکیلان د «نوبل بدیله جایزه» تر لاسه کوي. د دغې جایزې مؤسسې د اختلاس پرضد مبارزې سربیره د معلولو انسانانو د حقونو پیاوړي کول هم په دغې جایزې سره ویاړلې دي.

https://p.dw.com/p/2kk1v
Gewinner des Right Livelihood-Awards
انځور: Right Livelihood-Award

په ستاکهلم کې د «رایت لایفليهود اوارد» یا « د حق د احیاء جایزې» یا « معیشت د حق جایزې» د مؤسسې رئیس «اولې فون اوکسکول» نوموړو کسانو ته د«نوبل د بدیلې جایزې» د ورکړي په هکله وویل: «د دغې جایزې سږني گټونکي د نړۍ په درو قارو کې د خلکو د حقونو او ژوند ساتنه کوي.» ياده مؤسسه له ۱۹۸۰م کال راهيسي په دغې جایزې سره هغه کسان ویاړي چې د «نړیوالو ستونزو له پاره د حل عملي لاري چارې» مومي.

د «نوبل د بدیلې جایزې» سږني گټونکي  آزربایجانې ژورنالیسته خدیجه اسماعیلووا، د بشري حقونو هندی مدافع وکیل کولن گونسالفیز او د حبشې یا ایتوپیا د بشري حقونو مبارزه یت نیبرش نیگوسي اعلان شوي دي. د امریکا متحدو ایالاتو مدافع وکیل رابرت بیلووت د «حق د احیاء جایزې» یو ویاړن لیک تر لاسه کوي.

اختلاس او مدني حقوق

د جایزې حکم پلاوي له اسماعیلووا څخه  «د اختلاس پر ضد په پرله پسې مبارزه کې د هغې د زړورتیا» ستاینه کړې ده. دغې ژورنالیستې په اختلاس کې د آزربایجان د ولسمشر د کورنۍ د ښکیلتیا په اړه د خپلو رپوټونو د خپرولو په سبب یو نیم کال په زندان کې تیر کړی دی.

له هند څخه گونسالفیز په دې وجه د «نوبل  بدیله جایزه» تر لاسه کوي چې هغه په خپل هیواد کې د « بې وزلو خلکو د حقونو له پاره نه ستړیدونکې مبارزه کوي.» گونسالفیز په هند کې د «بشري حقونو د قانون شبکې» بنسټ ایښودونکی هم دی. د بشري حقونو کومې  قضیې چې هغه د هند  لوړې محکمې ته وړاندي کړي دي، په دغه هیواد کې د بشري حقونو د سرغړونو نمونه یې حیثیت لري.

د حبشې د بشري حقونو مبارزه نیگوسي ته د «نوبل بدیله جایزه» په دې وجه ورکول کیږي چې هغه په خپل هیواد کې د معلولو انسانانو د حقونو له پاره مبارزه کوي. دغه مدافع وکیله خپله هم نابینا ده او د معیوبو او معلولو انسانانو د حقونو د خوندي ساتنې له پاره په خپل هیواد حبشه کې «د معلولو او پرمختیا له پاره د حبشې مرکز» په نامه د سازمان مشري هم پر غاړه لري.

۱۹ کاله قضايي شخړه

امریکايي مدافع وکیل، بیلوت د کیمیاوي موادو د قربانیانو د حقونو د دفاع په خاطر د «رایت لایفليهود اوارد» مؤسسې له خوا ویاړن لیک تر لاسه کوي. هغه د یوې امریکايی کیمیاوي شرکت «دوپانت» پرضد یوه قضايي دعوا ۱۹ کاله وروسته وگټله. په دغه قضیه کې هغه د ۷۰ زرو هغو خلکو وکالت کاوه چې د هغوی د څښاک اوبه د نوموړي شرکت د کیمیاوي موادو په واسطه ملوث شوي وې.

د «نوبل بدیله جایزه» له ۱۹۸۰م کال راهيسي هر کال ورکوله کیږي. دغه راز دغه جایزه د «معیشت حق» یا «ښه ژوندانه بڼه» په نامه هم یادیږي. که څه هم دغه جایزه د نوبل بدیلې جایزي باندي شهرت پیدا کړی، خو د «نوبل له جایزو» سره کوم تړاو نه لري.

دغه جایزه درې ميلیونه سويډني کرونه ارزښت لري چې کابو ۳۰۰ زره يورو کیږي. دغه پیسې به د سږنې جایز درې گټونکي په خپلو مینځو کې سره ویشي. دغه جایزه په رسمي توگه د دسمبر پر لومړۍ نیټه د سويډن په پلازمینه، ستاکهلم کې گټونکو ته ورکوله کیږي.