1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه:له طالبانو سره خبري د بنديانو پر سر وشلېدې

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه

يوه امریکايي چارواکي ويلي دي، چي له طالبانو سره ځکه د خبرو اترو سلسله وشکېده، چي دواړي خواوي په گوانتانامو زندان کي د طالب بنديانو پر سر موافقې ته سره و نه رسېدل.

https://p.dw.com/p/16Mqy
انځور: AP

گاردين ورځپاڼه ليکي، چي د روان کال د مارچ په مياشت کي، ځکه د افغان طالبانو د مشرانو او امريکايي ځواکونو خبري اتري بې نتيجې پای ته ورسېدې، چي د پنځو تنو طالب بنديانو د ازاديدو پر سر موافقې ته سره و نه رسېدل.

ورځپاڼه د امریکا د حکومت د يوه چارواکي په حواله ليکي چي، طالبانو د خپلو پنځو تنو بنديانو د ازادېدو غوښتنه کوله، چي په دغه ډله کي ئې درې تنه قوماندانان دي.

ورځپاڼه د دغه چارواکي په حواله لیکي چي د امریکا متحده ايالات دې ته تيار ول، چي طالب بنديان په يوه شرط ازاد کړي چي هغوی په قطر هيواد کي و اوسي:

«موږ له قطر هيواد سره يوې ډيري ښې موافقې ته ورسيدو چي دغه زندانيان دي په دغه هيواد کي تر څارني لاندي وي، نه په زندان کي. دا يو فردي پشنهاد وو. دا به تر گوانتانامو ښه وای. موږ پر دې باندي ډير کار وکړ.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده:«موږ غوښتل چي په دې اړه ډاډ تر لاسه کړو، چي دغه بنديان به په قطر کي پاتيږي او بيرته به افغانستان، پاکستان يا لندن ته نه ستنيږي. خو د طالبانو مشران په دې نظر نه ول.»

طالبانو د روان کال د مارچ د مياشتي په نيمايي کي د امريکا له متحده ايالاتو سره د خبرو اترو پروسې د درولو اعلام وکړ. دوی په هغه وخت کي د پروسې د درولو دليل د امريکايانو لوړي غوښتني وبللې.

د امريکا متحده ايالاتو بيا هغه وخت اعلام وکړ، چي له طالبانو سره په افغانستان کي دننه خبرو اترو ته تيار دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول څو ورځي دمخه د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيري هيلري کلينتن سره په يوه گډه خبري غونډه کي اعلام وکړ، افغان حکومت اوس هم له طالبانو سره د خبرو اترو دروازه خلاصه پرې ايښې ده.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول جنگي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او د دغه هيواد امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

خو ډيری کارپوهان په دې نظر دي، چي افغان امنیتي ځواک په يوازي سر د امنيت ساتلو وړتیا نه لري.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي ځواکونه يې پوره وړتیا لري.

انترفکس/دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش