1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه:په سلو کي لس آلماني منصبداران د پوځ څخه وزي

۱۳۸۷ شهریور ۷, پنجشنبه

د چهارشنبې په روځ د کندوزښارته نژدې پرآلماني ځواکونو باندي د چاودني له امله يو آلمانی عسکر مړ او درې نور ټپيان سول چي په دې اړه اوس يوار بيا په جرمني کي تاوده بحثونه روان دي

https://p.dw.com/p/F6Pi
په افغانستان کي د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي آلماني عسکر
په افغانستان کي د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي آلماني عسکرانځور: AP

د Rheinsche Post په نامه ورځپاڼه چې ددوسلدورف له ښاره څخه خپريږي ليکي چي افغانستان ته د آلماني عسکرود ليږلو له امله نن دجرمني د دفاع وزارت د پرسونل دکموالي دلانجې سره مخامخ سوی دی. نوموړې ورځپاڼه ليکي چي په دې وروستيو وختونوکي ډيرشميرهغه کسان چي د آلمان په پوځ کي نه غواړي نورخدمت وکړي، يو دليل دا وړاندي کوي چي دوی نه غواړي چي افغانستان ته دي آلماني عسکر واستول سي.

د ورځپاڼي دخبر په استناد لږ تر لږه په سلو کي لس هغه آلماني ځوان منصبداران چي اردو ته راغلي اوبيا افغانستان ته لیږل سوي،دافغانستان څخه دبيرته ستنيدلو وروسته دپوځ له خدمت څخه وتلي دي.په تيره بيا دآلمان هوايي ځواکونه زياتره د دغي ربړي سره مخامخ بريښي. ځکه نو له دې امله د آلمان دهوايي ځواکونو قوماندان جنرال Klaus -Peter Stieglitz دجرمني دلمړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل سره هم خبري کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ کندوز ته نژدې د آلماني ځواکونو د ګزمې موټر په ماين والوزل سو
د چهارشنبې په ورځ کندوز ته نژدې د آلماني ځواکونو د ګزمې موټر په ماين والوزل سوانځور: picture-alliance/ dpa

دReutlinger General – Anzeiger په نامه ورځپانه ليکي چي : لکه څنګه چي ويل کيږي دنړيوال سوله ساتي ځواک په چوکاټ کي چي کوم آلماني عسکر افغانستان ته ليږل سوي، دوی دناټو دځينونورو ملګروهيوادونودعسکرو په شان دافغانستان په سويلي نا آرامو سيموکي خدکت نه کوي، بلکي په شمالي ولاياتوکي دوی په عسکر جاموکي په اصطلاح ملکي خدمتونه سرته رسوي.خوکه په لمړيوکلونو کي دافغانستان شمالي سيمي په نسبي ډول سره آرامي سيمي بلل کيدې نن ورځ خبره داسي نده.خوترټولوډيرد انديښنې وړخبره اوپوښتنه داده چي دکلونو په تيريدوسره ډيرو ته داپوښتنه پيداسوې چي آيا په افغانستان کي به د دغه ټولوفعاليتونو، لګښتونواو تلفاتوڅخه په پای کي کومه مٍثبته نتيجه هم لاس ته راسي اوکه څنګه ؟

په آلمان کي عامه خلګو ته حقایق په اصطلاح په جيره بندۍ سره وړاندي کيږي.مثلاً په ډيراحتيتاط سره بر لين وايي چي ښايي په افغانستان کي تر راتلونکو 15کلونوپوري آلمانان پاته سي.خوخبره داده چي تر روانوشرايطولاندي د آلمان دبهرني او امنيتي سياست لپاره نه یوازي دايوچلنج بلل کيدای سي بلکي داپو ښتنه هم منځ ته راځي چي آيا آلمانان ددغه راز چلنجونو دمنلو لپاره آمادګي لري ؟

د پيښي وروسته د جرمني د دفاع وزير فرانس يوزيف يونګ په يوه لنډه خبري غونډه کي
د پيښي وروسته د جرمني د دفاع وزير فرانس يوزيف يونګ په يوه لنډه خبري غونډه کيانځور: AP

د Der neue Tag په نامه ورځپاڼه چي د وايدن څخه خپريږي، ليکي چي په افغانستان کي به د پيښو پای دويراو ويري سره تړلي پيښي وي.خو داچي دجګړې مخالفين ياپاسيفيستان وايي چي له افغانستان څخه دي آلماني عسکر بيرته را وایستل سي،دا به هم دلانجې دحل لاره نه وي.نړيوال سوله ساتي ځواکونه افغانستان ته ددې لپاره تللي دي چي هلته دترهګرو پر ضد مبارزه وکړي.اوکه له دوی سره هلته مبارزه ونسي نو دوی به له يو بل ځای څخه هم سر راپورته کړي. او داچي ځيني داګومان کوي چي که موږ دطالبانواود نوروتند لارو سره سروکار ونلروهغوی به ږموږ سره څه نلري دابه ډير دساده توب خبره وي.

د غه راز دLeipziger volkszeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه له افغانستان څخه د آلماني اونورو نړيوالوسوله ساتوځواکونود وتلوګواښ کوي او ليکي چي: دابه يوه ډيره ساده او په عيني وخت کي يوډيرخطرناک نظر وي که وويل سي چي په افغانستان کي پوځي لانجې ورځ تر بلي مخ پر ډيريدو دي او ښه به داوي چي موږ د افغانستان څخه خپل عسکر باسو.که داکار وسي نو مانا به يې داوي چي موږ دغه سيمه بيرته طالبانو او نورو اسلامي تند لارو ته پريږ دو.