1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان والي د سفیرانو د وژني پلان جوړ کړی وو"

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه

په افغانستان کي د انگلستان سفیر د جمعې په ورځ ویلي دي چې داسي رپوټونه شته چې په ۲۰۰۹ کال کې یوه افغان والي د امریکا، فرانسې او انگلستان د سفیرانو د وژلو پلان جوړ کړی وو.

https://p.dw.com/p/14ViE
انځور: AP

امريکايي ورځپاڼي والستریت ژورنال د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه رپورټ کې لیکلي دي چې امریکایي څیړونکي شک لري چې پخواني والي غلام قیس ابوبکر د ۲۰۰۹ کال د نومبر په میاشت کې د یوه ځانمرگي برید امر ورکړی وو چې پکښې دوه تنه امریکایي سرتیري ووژل شول.

د ورځپاڼې په حواله امریکایي څېړونکي همدا راز شک لري چې دغه والي په هغه وخت کې د امریکا، فرانسې او انگلستان د سفیرانو د وژلو دسیسه هم جوړه کړې وه.

د ورځپاڼي په رپوټ کې راغلي دي چې امریکايي څیړونکو دغه افغان والي په اداري فساد هم تورن کړی وو او له افغان حکومت څخه ئې د هغه د محاکمه کیدو غوښتنه کړې وه.

وال سټریټ ژورنال د والي د زوم محمد اقبال صافي په حواله لیکلي دي چې ابوبکر دغه تورونه ردوي او نه غواړي چې له رسنیو سره په دې اړه خبري وکړي. اقبال صافی د ولسي جرگې غړی دئ. د ورځپاڼي د رپورټ په حواله افغان ولسمشر حامد کرزي د ثبوتونو د کمښت له وجي د هغه محاکمه کیدل رد کړي دي.

په افغانستان کې د بریتانوي سفیر ویلیم پیتي، د کار دوره اوس د ختمیدو په حال کې ده. هغه د دې قضیې په اړه له افغانستان څخه د ویدیویي مرکې له لارې په لندن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «زه فکر کوم چې د دغه قضیې په اړه ځیني ځینې خبرې د اعتبار وړ دي. خو زه فکر نه کوم چې دغه ثبوتونه دې د والي د محاکمه کیدو له پاره کافي وي. خو زه پر دې خبر یم چې افغان ولسمشر د دې قضیې په تړاو والي له خپلې دندې گوښه کړای دئ.»

په کندهار کې د یوه امریکایي سرتیري په لاس د ۱۷ ملکي افغانونو وژنې، په کابل کې د ناټو په پوځي ډگر کې د دیني کتابونو سوځولو او ځینو نورو وروستیو پېښو د واشنگټن او کابل اړیکي ترینگلې کړي دي.

د تیرې دوشنبې په ورځ په دوو جلا پېښو کې افغان سرتیرږ دوه بریتانویان او یو امریکایي سرتیري ووژل. د جمعې په ورځ هم په پکتیکا ولایت کې یوه افغان پولیس خپل نهه تنه همکاران هغه وخت ووژل کله چې دوی په خوب کې ول.

پیتي «داخلي بریدونه» یو انفرادي عمل بللی دئ. هغه په دې اړه وایي چې د افغانستان شرایط د نورو هیوادونو له شرایطو سره فرق کوي او په داسې یوه هیواد کې چې له اوږدې مودې راهیسي جگړه روانه وي داسې پېښې رامنځ ته کیدای شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش