1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: بريتانيا تر ۲۰۱۴ کاله په افغانستان کي پاتيږي

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه

د بريتانيا د دفاع وزرات چارواکي په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۳ کاله پوري يوازي ۱۵۰۰ تنه سرتيري له افغانستان څخه را وباسي او نور د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري په دغه هيواد کي پريږدي.

https://p.dw.com/p/14TU8
انځور: picture-alliance/dpa

د بريتانيا ددفاع وزيرفيليپ هومانډ په يو ناڅاپي سفرهلمند ته رسېدلی دئ او هلته ئې له خپلو عسکرو سره تر لیدني کتني وروسته د هغه ولايت له والي محمد گلاب منگل سره هم کتلي دي.

د بريتانيا ددفاع وزير په يوه خبره غونده کي ويلي دي چي د سفر موخه ئې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو د وروستۍ پريکړي په اړه خبري کول دي.

هغه په هلمند کي په يوه خبري غونډه کي وويل:«زه به د افغانستان له دفاع وزير ښاغلي وردګ سره يو هوکړه لیک لاسليک كړم چي ايا تر ۲۰۱۴كال وروسته هم زموږ ځواكونو ته اړتيا سته كه نه.»

په پام کي ده چي فيليپ هومانډ به سبا د افغانستان له دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ سره يو تړو لاسليک کړي.

د بريتانيا د ديلي تلگراف ورځپاڼه ليکي چي په قوي احتمال سره به انگلستان د ۲۰۱۴ کال تر دوهمي نيمايي پوري خپل ډير ځواکونه له افغانستان څخه را وباسي.

د ورځپاڼي په خبره بريتانيا ځکه دا کار کوي چي د ډيرو پوځي کارپوهانو په نظر له افغانستان څخه په بېړه وتل به ټولي برياوي له خاورو سره خاوري کړي.

ورځپاڼه زياتوي چي بريتانيا به تر ۲۰۱۳ کال پوري يوازي ۱۵۰۰ سرتيري له افغانستان څخه وباسي.

د بريتانيا د دفاع وزارت چارواکي وايي چي له افغانستان څخه د ځواکونو د را ايستلو پلان به په روان کال کي د ناټو له سرمشريزي وروسته روښانه کړي.

په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال پوري به له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووزي او امنيتي مسئوليت به يوازي او يوازي په خپله افغان امنيتي ځواکونه پرغاړه واخلي.

د کارپوهانو په خبره افغان ځواکونو به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په دې و نه توانيږي چي د هيواد امنیت په يوازي سر پرغاړه واخلي، ځکه د هغوی په خبره په پوليسو او ملي اردو کي د مخالفينو حضور سختي انديښنې را پارولي دي.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل