1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: ترمپ له غني غوښتي په قطر کي د طالبانو دفتر وتړي

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

ګاردین ورځپاڼي د هغو سرچینو په حواله چې نوم یې نه دي اخیستل شوی، لیکلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر افغان ولسمشر اشرف غني، باندي فشار اچولی چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.

https://p.dw.com/p/2kiqM
USA Ashraf Ghani und Donald Trump auf der UN Vollversammlung in New York
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د گاردين له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې ولسمشر غني ښايي د ترمپ دغه غوښتنه ومني خو په دې اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده شوي. د دې له پاره چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړل شي، باید افغان حکومت د قطر له دولت څخه په رسمي توګه غوښتنه وکړي. دا چې دوحه به د کابل له غوښتنې سره سم عمل وکړي او که نه، لا روښانه نه ده.

دا هم روښانه نه ده چې د قطر د دفتر تر تړل کیدو وروسته به، په دې دفتر کې د طالبانو له ۳۶ استازو سره څه ډول چلن کیږي. ایا هغوی به په قطر کې د پاتېدو اجازه ولري او که بل هیواد ته به واستول شي. داسې اټکل کیږي چې که دغه کسان پاکستان ته واستول شي نو هلته به يې د پاکستان امنیتي ځواکونه ونيسي، ځکه اسلام آباد له لومړي سره د دې دفتر له پرانیستلو سره موافق نه وو.

ګاردین ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ، د قطر د دفتر د تړلو له پاره بیلابیل لاملونه لري. لومړی هغه غواړي چې د پخواني ولسمشر بارک اوبا، دغه کار بې پایلې وښيي. دویمه خبره دا ده چې هغه غواړي په دې سره د خلیج هیوادونو په کړکیچ کې د سعودي عربستان اړخ ونیسي او پر قطر باندې فشارونه ډیر کړي.

په قطر کي د طالبانو دفتر
په قطر کي د طالبانو دفترانځور: AFP/Getty Images

د قطر سیاسي دفتر په ۲۰۱۳م کال کې تر رامنځ ته کیدو وروسته ډیري لاس ته راوړنې نه دي لري. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د دې دفتر پر ودانۍ باندې د طالبانو د بیرغ د پورته کیدو او پر دروازه یې د طالبانو د لوحې پر لګیدو باندې سختې نیوکې وکړي. تر جوړیدو وروسته، دغه دفتر د سولې په برخه کې کومه لاس ته راوړنه نه لري، او یوازي د بشري خبرو اترو له پاره کاریږي.

دغه دفتر خو بیا په ۲۰۱۵م کال کې تر هغه وروسته خپل اهمیت لا پسې له لاسه ورکړ چې مشر یې طیب اغا، د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړینې او د هغه د ځای ناستي تر ټاکل کیدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ګاردین ورځپاڼې په حواله، افغان ولسمشر په فبروري میاشت کې هم د قطر د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي ول چې د قطر دفتر وتړي.

دغې ورځپانې په کابل کې د لوېديځ د یوه دیپلومات په حواله لیکلي دي چې که څه هم د دوحي دفتر یوازې سمبولیک ارزښت لري، خو تړل یې ښايي دا پیغام واستوي چې امریکا متحد ایالات او کابل د سولې له خبرو اترو سره لیوالتیا نه لري. ګاردین د دغه دیپلومات په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي: «ټول فکر کوي چې [د افغانستان شخړه] یوه پوځي حل لاره نه لري خو کارونه یې له جګړې سره د هغوی لیوالتیا څرګندوي. ټول اړخونه په دې کې ګرم دي، په ځانګړې توګه افغان حکومت – هغه مشران تر ټولو لږ درد زغمي او د شخړې تر ټولو زیاته ګټه ترلاسه کوي.»

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د قطر د دفتر د تړلو په حق کې دی او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی، بیا اوس هم په دې برخه کې زړه نا زړه دی.